مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې۱۳۹۷-۱۰-۲۲
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79681-مېنځنے_ختيځ_په_تېره_اونۍ_کښې۱۳۹۷_۱۰_۲۲
د فلسطينيانو لخوا د کورواکو تشکيلاتو د فلسطين مخالفو سياستونو غندنه، د امريکې په شين څراغ سره د ال خليفه د ځپنو سختېدل او د سعودي ائتلاف لخوا د الحديده د ډزبندۍ د خلاف ورزيو زياتېدل چې د سټاکهوم د صلحې د موافقې لپاره يو ګواښ دے په تېره اونۍ کښې د مېنځني ختيځ ځينې مهمې پېښې وې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 14, 2019 16:25 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې۱۳۹۷-۱۰-۲۲

د فلسطينيانو لخوا د کورواکو تشکيلاتو د فلسطين مخالفو سياستونو غندنه، د امريکې په شين څراغ سره د ال خليفه د ځپنو سختېدل او د سعودي ائتلاف لخوا د الحديده د ډزبندۍ د خلاف ورزيو زياتېدل چې د سټاکهوم د صلحې د موافقې لپاره يو ګواښ دے په تېره اونۍ کښې د مېنځني ختيځ ځينې مهمې پېښې وې.

د فلسطين د خلقو په خلاف د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو فېصلې او اقدامات هم هغه شان دوام لري. په دې زمينه کښې د اردو د سيند په لويديځه غاړه کښې د سياسي نيول شويو کمېټۍ په دې اړه په ۲۰۱۸ کال کښې د فلسطينيانو په خلاف د کورواکو تشکيلاتو د امنيتي ادارو د مامورانو د درې زره شپږ سوه اقداماتو د ترسره کېدو خبر ورکړ. زياتره فلسطينيان د غزې د تړانګې په خلاف د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو په اقداماتو منجمله د کارکونکو د تنخواګانو په بندولو او د فلسطينيانو د ځپلو لپاره له صهيونېسټ رژيم سره په امنيتي ملګرتياو معترض دي.د فلسطين کورواکي تشکيلات يو هغه تشکل دے چې په عملي توګه د فلسطينيانو د اهدافو د پوره کولو لپاره د هلو ځلو په ځاے زياتره د امريکې او صهيونېسټ  رژيم د سياستونو پېروي کوي او د فلسطيني ولس په خلاف د هغوي دسيسې اجرا کوي.د فلسطي کورواکو تشکيلاتو تل د صهيونېسټانو د مشاور په توګه په فلسطيني زمکو کښې د هغوي د نيواکګرانه سياستونو په مخ بيائلو لپاره عمل کړے دے. د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو د چارواکو د سازباز چلندونه د فلسطينيانو د حقوقو په بشپړه توګه ضائع کولو کښې د خپلو سياستونو په مخ بيائلو لپاره د صهيونېسټ رژيم د شين څراغ په څېر دي او دغه موقف د فلسطيني ډلو او عامه افکارو سخته نيوکه په ځان پسې لرلې ده. په داسې حالاتو کښېد محمود عباس د سياسي صلاحيت سلبولو ته د فلسطين د پارلېمان د مثبې رائې ورکولو کتونکي وو. د فلسطين پارلېمان د رايو په اکثريت سره د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو د مشر محمود عباس د سياسي صلاحيت د سلبولو په اړه د دغې جرګې د سياسي کمېشن رپوټ تصويب کړ. د فلسطين د پارلېمان د مشر وړومبي مرستيال د تېرې هفتې د چارشنبې د ورځې په غونډه کښې چې په غزې ښار کښې وشوه، تاکيد وکړ، محمود عباس په خپل منصب کښې د باقي پاتې کېدو لپاره قانوني، حقوقي، اخلاقي او انساني صلاحيت نه لري. احمد بحر واضحه کړه، صهيونېسټ رژيم ته د محمود عباس د مفتو سياسي امتياز ورکول، د فلسطين د مقاومت په خلاف د هغه غليمانه اقدامات، له اسرائيلو سره په امنيتي ملګرتيا د هغه وياړنه  او د فلسطين د ملت د فرزنداننو مقاومت ته ترهه ګري ويل، د کورواکو تشکيلاتو د مشرۍ په پوسټ د باقي پاتې کېدو لپاره د هغه د امنيتي، سياسي او ملي صلاحيت نه لرلو ځينې دلائل دي.

اوس به په تېره هفته کښې د بحرين حالاتو ته يوه لنډه کتنه وکړو

د سوئيډن په سټاکهوم کښې سکائي لائن نړيوالې ادارې په ۲۰۱۸ کال کښې د آل خليفه رژيم لخوا د بحريني ښاريزو د حقوقو دخلاف ورزۍ په اړه د سلګونو موردو د ثبتېدو خبر ورکړ او تاکيد يې وکړ، د بحرين خلقو د ساډوبۍ په فضاء کښې نوے کال شروع کړ. د سکائي لائن نړيوالې ادارې د رپوټ له مخې د بحرين د کورنيو چارو وزارت تېر ميلادي کال د دغه هېواد په سلګونو ښاريز منجمله جرنلېسټان او هغه فعالان چې خپل نظرونه يې په اجتماعي شبکو کښې خپارۀ کړي دي احضار کړي او تفتيشونه او پلټنې يې ترې کړې دي. دغې ادارې د آل خليفه لخوا په بحريني ښاريزو باندې لګول شوي تورونه د نړيوالو قوانينو خلاف وبلله او وې ويل: په اجتماعي شبکو يا سوشل مېډيا کښې د شتون په وجه د کسانو د اعدامولو، سړي تښتونې او نيونې د احکامو صادرولو په ۲۰۱۸ کال کښې د دغه رژيم لخوا د ښاريزو د بشري حقوقو د خلاف ورزي له مواردو څخه دي. په مجموعي توګه مختلفو رپوټونه د دې ښودنه کوي چې د بحرين خلق په ۲۰۱۸ کال کښې هم د تېرو کلونو په شان د آل خليفه رژيم له ځپونکو او تشددناکو اقداماتو سره مخامخ وو او دي.د بحريني واکمنانو د سياست نتيجه په دغه هېواد کښې د ساډوبۍ د فضاء سختېدل وو، داسې حالات چې د عامه افکارو سخته اندېښنه په ځان پسې لرلې ده. مختلف رپوټونه ښودنه کوي چې په بحرين کښې له سياسي او حقوقي فعالانو سره د آل خليفه رژيم د پوليسي چلند پاليسي او طريقه هم هغه شان دوام لري او د دغه هېواد د حکومت مخالفان په چټي بهانو سره هم هغه شان بندي خانې ته لېږل کيږي. په دې وروستيو کلونو کښې د آل خليفه د جنايتونو د زياتېدو په وجه د نړۍ خلق د هغوي د بشري حقوقو د عملنامې د لا زياتې تورېدو کتونکي دي. د ال خليفه د اقداماتو په اړه رپوټونه، د ملګرو ملتود د چارواکو دريځونه او د حقوقي ټولنو پراخه نيوکې ښودنه کوي بحرين نن سبا په حقوقي ډګر کښې په يو جدي مشکل بدل شوے دے. په داسې يوه فضاء کښې د بحرين د بشري حقوقو او اجتماعي ازاديو ادارو «بحرين؛ د نړيوالې خاموشۍ په سيوري کښې د ځپنې اته کلونه» نومې نړيوالې غونډې کښې د ګډون لپاره رابللي دي. په داسې حالاتو کښې چې نړيوالو ټولنو په بحرين کښې د بشري حقوقو له پراخې خلاف ورزۍ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده،د امريکې خارجه وزير د تېر خالي په شپه په منامه کښې د بحرين د باچا حمد بن عيسی آل خليفه په کتنه کښې د ال خليفه رژيم له ځپنو څخه ملاتړ وکړ او وې ويل: بحرين په صحيح لاره روان دے. مائک پومپئو همدارنګ د آل خليفه له نمائشي اقداماتو څخه په ملاتړ سره د بحرين د وروستيو تش په نامه کاميابو پارلېماني او بلدياتي انتخاباتو په اړه د دغه هېواد باچا ته مبارکي وويله. حمد بن عيسی آل خليفه هم په دغه کتنه کښې په يو لړ خندونکو څرګندونو کښې امريکه په نړۍ کښې د ثبات عامله وبلله او د نړيوال امنيت او صلحې د پياوړتيا لپاره د واشنګټن له مشارکته قدرونه وکړه.

همدارنګ د يمن د تېرې هفتې د بدلونونو په اړه بايد ووايو

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند يحيی السريعه د تېرې هفتې د نهې په ورځ وويل، سعودي تېريګر ائتلاف تر اوسه په الحديده ښار کښې

 1924 ځل د ډزبندۍ خلاف ورزۍ کړې دي. د سوئيډن په سټاکهوم ښار کښې د ترلاسه شوې موافقې باوجود چې يو ترټولو مهم بند يې د يمن په الحديده ښار کښې د ډزبندۍ ټينګېدل وو سعودي رژيم د دغه مهم اصل په خلاف ورزۍ کولو سره د موافقې د اجرائي کېدو په هم هغو وړومبني ساعتونو کښې حتی لا سخت کړي او له مخکې نه زياته يې د هغو لمن غزولې ده. همدغه چلند کافي وو چې د سټاکهوم په خبرو اترو کښې په خپلو ژمنو باندې د رياض او د هغه د تالي څټو د پابندۍ په اړه عامه افکار  شک وکړي او د دغې سياسي موافقې دوام د ابهام په شپول کښې وويني. په الحديده ښار کښې د ډزبندۍ په اړه د سوئيډن له موافقې څخه د تقريباً يوې نيمې مياشتې په تېرېدو سره او د انصارا... او د يمن د فوځ لخوا د موافقې د اجرا باوجود د سعودي او اماراتو د ائتلاف تيري ګر هم هغه شان په دغې موافقې پابند نه دي. د سټاکهوم موافقه ليک له ستر مشکل سره مخامخ شوے دے ځکه چې د ملګرو ملتو ټيم چې په الحديده ښار کښې پروت دے په عملي توګه د دغه ښار په خواوشا د لويديځې غاړې په اوږدو کښې پراتۀ تيريګر او بهرني تالي څټي د ډزبندۍ له پرله پسې خلاف ورزۍ نه شي منعې کولې او يوازې د ډزبندۍ د خلاف ورزي په تماشه کونکي بدل شوے دے. د يمن د انقلاب د عالي کمېټۍ مشر محمد علي الحوثي وويل: ملګري ملتونه پکار دي د دغې موافقې د اجرا لپاره په مقابل لوري دباو راوړي. تر اوسه څو ځل د يمن د جنګ د ختمولو لپاره يو لړ تحرکات شوي دي خو هر ځل د سعودي او د هغه د انډيوالانو په خنډ اچونو سره بندون ته رسېدلي دي.په ۲۰۱۵ کال کښې د يمن د بې دفاع خلقو په خلاف د سعودي تيريګر ائتلاف د ظالمانه جنګ د شروع کېدو له وخت نه تر اوسه د ملګرو ملتو ادارې د يمنيانو په وړاندې په خپل هيڅ يوې تنظيمي، حقوقي او انساني ذمه وارۍ عمل نه دے کړے او د يمن د عامه خلقو په خلاف د سعودي او د هغه د انډيوالانو د جنايتونو د تماشاچي په رول کښې ظاهره شوې ده.دا په داسې حال کښې دي چې له دې وروسته چې د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د سټاکهوم سياسي موافقه تصويب شي د هغې اجرائي ضمانت د ملګرو ملتو په غاړه شوے دے. د امنيت د شورا پرېکړليک د يمني ډلو ترمېنځ د ۲۴۵۱ پرېکړليک د سوئيډن د دسمبر د څوارلسمې له موافقې څخه ملاتړ کړےد ے. په ا لحديده د سعودي د ائتلاف د حملو په دوام سره د الحديده شورا د دغه ائتلاف اقداماتو ته د ملګرو ملتو بې پامي د سوئيډن د صلحې د موافقې د احتمالي ماتې عامل وبلۀ. ځکه چې له يوې خوا پکار دي د څارونکي په توګه د موافقې د اجرا زمينه برابره کړې وې او له بلې خوا يې پکار دي خپل مهم رکن يعنې د امنيت شورا او د هغې اصلي غړي د موافقې د اجرا په تېره بيا په سعودي باندې د دباو روړلو هغوي مسئول کړې وېو خو په عمل کښې له دغو دواړو څخه هيڅ يو اقدام ترسره نه شو. د سوئيډن د موافقې د ماتې خوړلو په صورت کښې به د ملګرو ملتو اداره بائيلونکې وي ، ځکه چې د دغې ادارې ناکامي په عملي توګه په بل يو بحران کښې ثابتيږي.

 ------------