د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو د سوريې په پائتخت حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79806-د_صهيونېسټ_رژيم_جنګي_الوتکو_د_سوريې_په_پائتخت_حمله_وکړه
د سوريې رسنيو نن سحر د دغه هېواد په پائتخت دمشق د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2019 02:32 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم  جنګي الوتکو د سوريې په پائتخت حمله وکړه

د سوريې رسنيو نن سحر د دغه هېواد په پائتخت دمشق د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.

د سوريې سرکاري خبري آژانس سانا د رپوټ له مخې په دغو حملو پسې په دمشق کښې د څو سختو چاودنو غږونه واورېدل شول.

سانا وويل، د سوريې فوځ د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو له توغنده اي حملې سره مقابله کړې ده.

د سانا د اعلان له مخې د سوريې هوائي دفاعي سېسټم د صهيونېسټ رژيم د توغديو مخه ونيوه او هغه يې تباه کړل.

ځينو خبري سرچينو وويل، د صهيونېسټ رژيم حملې د لبنان له خاورې ترسره شوې  دي.

د صهيونېسټ رژيم فوځ په يوې بيانيه کښې د دغې حملې په تائيدولو سره وويل، د دغه رژيم جنګي الوتکې د سوريې په خاوره کښې يو شمېر هدفونو د بمبارولوپه حال کښې دي.د صهيونېسټ رژيم فوځ همدارنګ سوريې ته خبردارے ورکړ چې د دغه رژيم حملو ته له ځواب ورکولو دې ډډه وکړي.

صهيونېسټ رژيم پرون مازيګر هم په دمشق څو توغندي اورول، خو د سوريې فضائي دفاعي سېسټم د دغو ټولو توغنديو مخه ونيوه او هغه يې تباه کړل.

اسرائيل تل له ترهه ګرو څخه د ملاتړ او ملګرتيا لپاره د سوريې فوځي ځايونه او بېخ بنائي مرکزونه هدف ګرځوي.