د شیخ علي سلمان په عمري بند اعتراضونه دوام لري
د بحرین د الوفاق اسلامي جمعیت د عمومي منشي شیخ علي سلمان لپاره د تل عمري قید د حکم خپریدا د دغه هیواد د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده.
العالم چینل بحریني سرچینو په حواله وویل د دغه هیواد خلکو د شیخ علي سلمان لپاره د عمر قید حکم له خپریدو څو شیبې وروسته د بحرین د پلازمینې منامې په اصلي میدانونو کې غونډې وکړې او دغه حکم یې ظالمانه وګاڼه.
د بحرین ښاریزو د آل خلیفه رژیم په خلاف د شعارونو په ورکولو سره د شیخ علي سلمان د ازادۍ لپاره د بشري حقوقو د مدافعو ډلو د هڅې غوښتنه وکړه.
د لبنان حزب الله هم پرون مازیګر په خپرې کړې بیانیې کې د بحرین د الوفاق اسلامي جمعیت د مشر او د هغه د دوو ملګرو په خلاف د بحرین د استیناف د محکمې د حکم په غندلو سره دغه شان حکم د بحرین د خلکو په خلاف د غلیمانه سیاستونو د زیاتولو لپاره د سیاسي نظام د تمرکز نښه وګڼله.