امریکايي ځواکونه دې له عراقه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80105-امریکايي_ځواکونه_دې_له_عراقه_ووځي
د عراق د پارلیمان مرستیال مشر په عراق کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو په هکله د امریکې د ولسمشر څرګندونې وغندلې او د هغوي د زر تر زره وتلو په ضرورت یې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2019 04:16 Asia/Kabul
  • امریکايي ځواکونه دې له عراقه ووځي

د عراق د پارلیمان مرستیال مشر په عراق کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو په هکله د امریکې د ولسمشر څرګندونې وغندلې او د هغوي د زر تر زره وتلو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

د عراق د پارلیمان مرستیال مشر په عراق کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو په هکله د امریکې د ولسمشر څرګندونې وغندلې او د هغوي د زر تر زره وتلو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، حسن الکعبي د امریکې ولسمشر ‌ډونلډ ټرمپ ته په خطاب کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړه: امریکايي پوځیان به له قانوني لارې او په ملي هوډ او ارادې سره له عراقه وباسو.

هغه په عراق کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کولو په هکله د ټرمپ څرګندونې د خپل هیواد د حاکمیت او ملي ارادې او همداشان د هغه د اساسي قانون څرګنده خلاف ورزي وبلله.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر سي، بي، ایس چینل ته په یوه مرکه کښې ویلي دي: نیت نه لرم چې امریکايي پوځیان له عراقه وباسم. هغه مدعي شو چې تر نظر لاندې د ایران د ساتلو لپاره په عراق کښې د امریکې پوځي شتون ضروري دي.