دسورئې دملت مقاومت اوکلکه دریدا مثبته نتیجه ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80152-دسورئې_دملت_مقاومت_اوکلکه_دریدا_مثبته_نتیجه_ورکړې
دسورئې خارجه وزیر له سورئې دامریکائی عسکرو د وتلو موضوع په باب د امریکا دوه ګوڼی کړچار په یادولو سره ووئیل ، دامریکایانو د ادعاګانو په اپوټه ، دغه هیواد نه یوازې په سورئې کې خپل پوځیان کم کړی نه دی ، بکلې د خپلو ځواکونو د ویستلو په بهیر د څارنې په پلمه ئې دهغوی شمیر نور هم زیات کړ ی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2019 02:12 Asia/Kabul
  • دسورئې دملت مقاومت اوکلکه دریدا مثبته نتیجه ورکړې

دسورئې خارجه وزیر له سورئې دامریکائی عسکرو د وتلو موضوع په باب د امریکا دوه ګوڼی کړچار په یادولو سره ووئیل ، دامریکایانو د ادعاګانو په اپوټه ، دغه هیواد نه یوازې په سورئې کې خپل پوځیان کم کړی نه دی ، بکلې د خپلو ځواکونو د ویستلو په بهیر د څارنې په پلمه ئې دهغوی شمیر نور هم زیات کړ ی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی  پرون   په  تهران کې د سورئې له خارجه وزیر ولید المعلم  سره په کتنې کې  د دو اړو هیوادونو  داقتصادی ملګرتیاؤ  د پراختیا په ضرورت په ټینګار سره زیاته کړې   په روان میلادی کال کې  د ایران اوسورئې تجارتی ملګرتیاوې به په چورلټ ډول  پراخې شی .

 ولید المعلم  هم  دایران د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب  د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره  وئیلی دی،  دایران دملت داسلامی انقلاب  مثتبې اغیزې  نه یوازې  دغه هیواد ته  متوجه  نه وی ،بلکې  پر درستې سیمې ئې خپلې مثبتې اغیزې شیندلی دی . 

 دسورئې خارجه وزیر    له سورئې  دامریکائی عسکرو د وتلو  موضوع  په باب د امریکا   دوه ګوڼی کړچار په یادولو سره ووئیل ،   دامریکایانو د ادعاګانو په اپوټه ، دغه هیواد  نه یوازې  په سورئې  کې خپل پوځیان کم کړی  نه دی ، بکلې  د خپلو ځواکونو د ویستلو په بهیر د څارنې په پلمه ئې  دهغوی شمیر نور هم زیات کړ ی دی .

 همداراز د ایران د ملی امنیت  دعالی شورا منشی علی شمخانی هم  دسورئې  له خارجه وزیر سره په کتنې کې  وئیلی دی ،  له تکفیری ترهه ګرۍ سره  دمبارزې لپاره  د ایران اوسورئې ملګرتیا  دسمیې او نړیوال امنیت لپاره  نه  انکاریدونکی  بریاوې په ځان پسې درلودلی دی  او دغه بهیر به  په دغه هیواد کې د امنیتی بحران تر بشپړ ختمیدا پورې دوام وکړی