مراکش د عربستان له ائتلاف څخه وواته
Feb 08, 2019 00:58 Asia/Kabul
-
مراکش دیمن د جنګ د ائتلافي په ډیرو وزراتي غونډو او مانورو کښې ګډون نه دی کړی .
زمونږ خبریال وایی د مراکش چارواکو وویل دغه هیواد دیمن په جنګ کښې دسعودی عربستان تر قوماندنۍ لاندې د تش په نامه ائتلاف کښې خپل پوځی ګډون بند کړی او له ریاض څخه یې خپل سفیر ورغوښتی دی .
د مراکش د حکومت یوه(۱) چاروکی وویل هیواد یې نور د سعودی عربستان په مشرۍ ائتلاف کښې د وزیرانو په سویه غونډو یا پوځی لاسوهنو کښې ګډون نه کوی .
دیمن پرضد د سعودی عربستان له ائتلاف څخه د مراکش د وتلو خبر په داسې حال کښې دی چې ددغه هیواد خارجه وزیر ناصر بوریتا د جنورۍ په ۲۴ نیټه د عربستان په مشرۍ ائتلاف کښې د خپل هیواد د ګډون د دوام په اړه ویلی وو مراکش دیمن د جنګ د ائتلافی په ډیرو وزراتی غونډو او مانورو کښې ګډون نه دی کړی .
ټیګونه