مراکش له عربستانه خپل سفیر بیرته وغوښت
دمراکش رسندویو هم راپور ورکړی ، دغه هیواد دسعودی عربستان په مشرۍ له یمن سر دجنګ له ائیتلافه وتلی دی .
آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ، په سعودی عربستان کې د مراکش سفیر مصطفی المنصوری وئیلی دی ، د مراکش اوعربستان په اړیکو کې دترینګلتیاؤ په دلیل د وروستیو حالاتو له امله بیرته خپل هیواد ته ګرځی . المنصوری په دې زمینې کې په مشخص ډول د عربستان دالعربیه ټیلیویژڼی چینل څخه دیوه راپور خپرونې ته ا شاره کړې او دا ئې د مراکش د مځکنۍ یووالی په ضد بللی دی .
په عربستان کې دمراکش سفیر وئیلی دی ، له درو ورځو مخکې راهسې دمراکش پلازمینې رباط ته ورغوښتل شوی دی څو ددغو بدلونونو په باب مشورې وکړی .
دمراکش رسندویو هم راپور ورکړی ، دغه هیواد دسعودی عربستان په مشرۍ له یمن سر دجنګ له ائیتلافه وتلی دی .
د عربستان او مراکش اړیکې له عربستان سره د قطر په اړیکو کې له ترینګلتیاؤ وروسته او له دوحې د مراکش دمشرانو په ملاتړ پسې خړې پړې شوی دی ، او دغه راز پر آل سعود رژیم د نیوکه کونکی جمال خاشقجی د وژلې په اعتراض کې د مراکش مشرانو دغه هیواد ته دسعودی عربستان د ولی عهد دسفر غوښتنه هم رد کړې ده .