مراکش له عربستانه خپل سفیر بیرته وغوښت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80219-مراکش_له_عربستانه_خپل_سفیر_بیرته_وغوښت
دمراکش رسندویو هم راپور ورکړی ، دغه هیواد دسعودی عربستان په مشرۍ له یمن سر دجنګ له ائیتلافه وتلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2019 04:04 Asia/Kabul
  • مراکش له عربستانه خپل سفیر بیرته وغوښت

دمراکش رسندویو هم راپور ورکړی ، دغه هیواد دسعودی عربستان په مشرۍ له یمن سر دجنګ له ائیتلافه وتلی دی .

 آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ،   په سعودی عربستان کې د مراکش  سفیر  مصطفی  المنصوری وئیلی دی ،   د مراکش اوعربستان   په اړیکو کې   دترینګلتیاؤ   په دلیل  د وروستیو  حالاتو  له امله  بیرته خپل هیواد ته ګرځی .  المنصوری  په دې زمینې کې   په مشخص ډول   د عربستان دالعربیه  ټیلیویژڼی چینل څخه   دیوه راپور خپرونې  ته ا شاره کړې او دا ئې   د مراکش  د مځکنۍ یووالی  په ضد بللی دی .

 په عربستان کې دمراکش سفیر وئیلی دی ،  له درو ورځو  مخکې راهسې دمراکش   پلازمینې رباط ته  ورغوښتل شوی دی څو   ددغو بدلونونو په باب  مشورې وکړی .

 دمراکش رسندویو  هم  راپور ورکړی ، دغه هیواد  دسعودی عربستان  په مشرۍ له یمن سر دجنګ له ائیتلافه   وتلی دی . 

د عربستان او مراکش  اړیکې   له عربستان سره د قطر  په اړیکو کې  له ترینګلتیاؤ  وروسته   او  له دوحې د  مراکش دمشرانو  په ملاتړ پسې  خړې پړې  شوی دی ، او دغه راز پر آل سعود رژیم  د نیوکه کونکی  جمال خاشقجی  د وژلې په اعتراض کې  د مراکش مشرانو  دغه هیواد ته دسعودی عربستان د ولی عهد دسفر غوښتنه هم رد کړې ده .