اسرائیل دې په سورئې هوائی حملې ودروی
دروسیې مرستیال خارجه وزیر وئیلی دی ، دروسیې ،ایران اوترکیې ولسمشران به د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د روسیې په سوچی ښار کې د سورئې دادلب ولایت دشرائطو او د دغه هیواد دبحران دحل سیاسی بهیر په باب سره خبرې اترې وکړی .
سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ، د روسیې حکومت ماسکوته د صهونیست رژیم د لومړی وزیر دسفر په درشل کې وئیلی دی ، د تل ابیب چارواکی دې په سورئې هوائی حملې بندې کړی .
دروسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ورشینین دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، په سورئې د اسرائیلو هوائی حملې ، خپل سری او د دغه هیواد دحاکمیّت خلاف ورزی ده اوباید ودرول شی، هیڅوک باید په سورئې کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې له موخو ورآخوا اقدام ونه کړی .
دروسیې مرستیال خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، دروسیې ،ایران اوترکیې ولسمشران به د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د روسیې په سوچی ښار کې د سورئې دادلب ولایت دشرائطو او د دغه هیواد دبحران دحل سیاسی بهیر په باب سره خبرې اترې وکړی .
ټاکل شوې ده ، په سورئې کې د روسیې د ایلوشین شل ډوله پوخی الوتکې له نسکوریدا وروسته دلومړی ځل لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په ماسکو کې د فرورۍ په یویشتمه نیټه سره لیده کاته کوی. د روسیې حکومت اعلان کړی دی ، د کارپیژندنې دارزونو په اساس داسرائیلو جنګی الوتکو دسورئې په مورچلو په حملې کې د روسیې ستره الوتکه یو ډال ګرځولی ؤ . همداراز ماسکو دد غې پوځی الوتکې دنسکوریدا مسئول صهونیسټی رژیم ګرځولې او ددغې الوتکې د پنځلسو مسافرانو وژلې ته په پام سره ئې ټینګار کړی ، چې داسرائیلو دغه اقدام ته دمناسبت ځواب حق محفوظ ګڼی .