له عراق او سورئې دامریکائی عسکرو ویستل، د ولسونو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80246-له_عراق_او_سورئې_دامریکائی_عسکرو_ویستل_د_ولسونو_غوښتنه
امریکائی ځواک چې په ۲۰۱۱کال کې په عراق کې د عمومی افکارو په اعتراضونو او دغه راز دپرله پسې ناکامیو په علت له عراقه وتلو ته مجبوره شوی ؤ ، په ۲۰۱۴کال کې له داعش ترهه ګرې ډلې ره دمبارزې په پلمه ،یوځل بیا د نړیوال ائیتلاف په مشرۍ سره دغه هیواد ته وارد شوی دی . په عراق کې د امریکائی ځواک شتون ،د دغه هیواد په کورنیو چارو کې د امریکا ورځ تربلې زیاتیدونکو لاسوهنو دزیاترو عراقیانو او او ډلو ټپلو اعتراضونه په ځان پسې درلودلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2019 11:08 Asia/Kabul
  • له عراق او سورئې دامریکائی عسکرو ویستل، د  ولسونو غوښتنه

امریکائی ځواک چې په ۲۰۱۱کال کې په عراق کې د عمومی افکارو په اعتراضونو او دغه راز دپرله پسې ناکامیو په علت له عراقه وتلو ته مجبوره شوی ؤ ، په ۲۰۱۴کال کې له داعش ترهه ګرې ډلې ره دمبارزې په پلمه ،یوځل بیا د نړیوال ائیتلاف په مشرۍ سره دغه هیواد ته وارد شوی دی . په عراق کې د امریکائی ځواک شتون ،د دغه هیواد په کورنیو چارو کې د امریکا ورځ تربلې زیاتیدونکو لاسوهنو دزیاترو عراقیانو او او ډلو ټپلو اعتراضونه په ځان پسې درلودلی دی .

 دعراق دپارلیمان ددفاعی اوامنیتی چارو د کمیشن یوه مسئول مقام  مهدی تقی  وئیلی دی ، تر دې دمه  دعراق دپارلیمان اویاؤ استازو  له  عراقه د  پرَدیو  عسکرو په تیره بیا د امریکائی عسکرو د ویستلو دقانونی پلان دمسودې   د وړاندې کولو سند لاسلیک کړی دی .

 امریکائی ځواک چې  په ۲۰۱۱کال کې  په عراق کې  د عمومی افکارو  په اعتراضونو او دغه راز دپرله پسې ناکامیو  په علت  له عراقه وتلو ته مجبوره شوی  ؤ ،  په ۲۰۱۴کال کې   له داعش  ترهه ګرې ډلې ره  دمبارزې په پلمه ،یوځل بیا د  نړیوال ائیتلاف  په مشرۍ  سره دغه هیواد ته وارد شوی دی .  په عراق کې د امریکائی ځواک  شتون ،د دغه هیواد په کورنیو چارو کې  د امریکا ورځ تربلې زیاتیدونکو لاسوهنو دزیاترو عراقیانو او  او ډلو ټپلو   اعتراضونه  په ځان پسې درلودلی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې   پخپل هیواد کط د  امریکائی نیواکګرو عسکرو   په شتون، په وروستیو اونیو کې  د سوریاوالو   د زیاتیدونکو اعتراضونو په چوکاټ کې  د  سورئې  درقه  ولایت اوسیدونکو  له دغه ولایته د امریکائی او  فرانسوی  عسکرو د وتلو  او  د دوی  هیواد په کورنیو چارو کې  دلاسوهنې ددریدا غوښتنه  کړې ده . څه موده مخکې  د الرقه  ولایت دجنوب لویدیځی  سیمو  قبایلو هم د سوریه ډیموکراټیک نومې  ځواک  په ضد په پاڅون سره   پخپلو ښارګیو کې  د  هغوی مرکزونه او هم دامریکائی عسکرو  اډې  وسوزولې . امریکا  له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې  په پلمه او دداعش په ضد دتش په نامه  نړیوال ائیتلاف  په چوکاټ کې  په غیر قانونی توګه  په سورئې او عراق کې  شتون لری . له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه،په سورئې او عراق کې د  امریکا اودهغې دمتحدانو  شتون  په داسې حال کې دی ، چې  دغه تش په نامه نړیوال ائیتلاف،په سورئې اوعراق کې  د ترهه ګرو  اصلی راپنځونکی او ملاتړی دی .په عراق او سورئې کې د امریکائی عسکرو  په شتون داعتراضونو پراخیدا په داسې حال کې ده چې   په وروستیو څو میاشتو کې  په دغو دواړو هیوادونو کې  د عامو خلکو په ضد دداعش ضده تش په نامه امریکائی ائیتلاف  جنایتونه  ډ یر زیات شوی دی .   دغه جنایتونه په داسې حال  کې  زیات شوی دی ، چې   د داعشی ترهه ګرو په نابودولو سره  چې په عراق او سورئې کې د پوځی ځواک او ولسی مبارزو ځواکونو  په همت سره  شوی ،اساسا  دغه ائیتلاف  باید یوه موده مخکې  خپل کار ختم کړی وائ . په حقیقت کې ،  دامریکا په مشرۍ  د داعش ضده  تش په نامه  نړیوال ائیتلاف د جوړیدا  وجودی فلسفه  له مینځه تللې ده . پر دې اساس  دنړیوالو حقوقو له پلوه  ددغه بې خاصیّته ائیتلاف  دکار د دوام لپاره  هیڅ توجیهه نشته . په  دغه چوکاټ کې   دسورئې چارواکو  په کرتو د ملګروملتو سرمنشی او دامنیت شورا مشرانو ته  دلیکونو په لیږدولو سره  له دوی غوښتی دی ، څو  د هغه امریکائی غیرقانونی ائیتلاف  فعالیتونه  دې ،چې دسورئې د حکومت له غوښتنې پرته او  د ملګروملتو له چوکاټه بهر  جوړ شوی،پای ته ورسوی او دغه  بې خاصیّته  ائیتلاف دې ختم کړی .  دامریکا جنایتکارو اقداماتو  دعمومی افکارو  داندیښنو او اعتراضونو څپه په ځان پسې  درلودلې ده ، ناکراری ، دبیخ بینائی تاسیساتو  له مینځه وړل  او  په مینځنی ختیځ سیمې کې د بیلابیلو ترهه ګروډلو پراخیدا  او  په سیمې کې  د  ترهه ګرو   دبشپړ ناکامیدا مخنیوی، دامریکا د  دسیسه ګر اونمایشی  ائیتلاف  یوازې ځینی پلانونه ،تیری  او  لاسوهونکی میراث دی  . په سورئې کې  د ترهه ګر ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف په چوکاټ کې په سورئې کې دامریکا پوځی او لاسوهونکی خوځښتونه،چې دملګروملتو له مجوز او د عراق او سورئې له حکومتونو سره له غږملتیا پرته ترسره کیږی  او  دعمومی افکارو او د  ولسی  حکومتونو له غوښتنو پرته  خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی ، چې یوه ورځ  به د دغو جنایتونو اپوټه نتیجه هم ووینی .