سوریې د امریکا د جنګی الوتکو جنایتونه وغندل
-
په تیرو کلونو کښې له ترهګروډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په په ځلونو په ملکي خلکو حملې کړي دي .
مهر خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې په دیرالزور ولایت کښې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د نړیوال ائتلاف جنایتونه وغندل .
د سوریې دباندنیو چارو وزارت په دغو لیکونو کښې ټینګار کړی دغه بشر ضده او جنګی جنایتونه دی او د غلیمانه پلانونو او هدفونو د تحقق لپاره له ترهګرۍ د ملاتړ د دوام په لړ کښې دی چې دغه ائتلاف یې د سوریې د ځکمنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ پرضد ترسره کوی .
د سوریې خارجه وزارت دغه راز په امنیت شورا غږ وکړ د حملو په بندولو ، دنړیوالې سولې او دامنیت په ساتلو او ټینګولو او ددغو جنایتونو په باره کښې د تحقیق د ترسره کولو لپاره په خپل مسولیت عمل وکړی .
دسوریې د دیرالزور ولایت په ختیځ کښې په الباغوز ښارګی د امریکا د ائتلاف دجنګی الوتکو په پرون او وړمه ورځې حملو کښې کابو نوی(۹۰) ملکی وګړی مړه او ژوبل شوی وو .
امریکا په تیرو کلونو کښې له ترهګروډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په په ځلونو په ملکی خلکو حملې کړی دی او حتی په ځینو بریدونو کښې یې له ممنوعه فاسفورس لرونکو بمونو استفاده کړی ده .