پاکستان ته د محمد بن سلمان له سفر سره مخالفتونه :-
-
پاکستان ته د محمد بن سلمان سفر چې ټاکل شوي ده د فرورۍ په ۱۶ او ۱۷ نیټه وشي د اسلام اباد د حکومت لپاره زیات لګښت لرلی دی .
المنار ټیلی ویژن راپور ورکړی پاکستان ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان راتلونکی سفر ددغه هیواد دخلکو غصه راپارولی ده .
د پاکستان سیاسی او مذهبی شخصیتونو او تنظیمونو دیمن ، دسوریې او د بحرین د مظلومو مسلمانانو په نسل وژنه کښې د ال سعود کورنۍ جنایتونه وغندل او د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د اعتراضیه غونډو او مظاهرو په ترسره کولو سره یې اسلام اباد ته د محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت وکړ .
د پاکستان خلکو هم په اینټرنیټ پاڼو کښې د عسکونو په خپرولو سره خپل هیواد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت وکړ .
په پاکستان کښې داینټرنیټ استعمالونکو هم د یوشمیر پوسټرونو او عسکونو په طراحۍ او خپرولو سره د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر او دهغه له دریځونو سره د مخالفت د اعلانولو په ترڅ کښې وویل هغه(محمد بن سلمان) وینه تویونکی او جنګی جنایتکار دی .
د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال «ناصر شیرازی» وویل اسلام اباد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سفر له ډیپلوماټیک یوازې توب(تنهاۍ) څخه د عربستان د خلاصولو او دیمن په جنګ کښې ګډون کولو ته د پاکستان د ورګډولو په هدف سره دی .
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال علامه سید عبدالحسین الحسینی هم خپل هیواد ته د ترهګرۍ د ترټولو ستر ملاتړی محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل دپاکستان بیلابیل ګوندونه او خلک خپل هیواد ته د محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت اصلی علت د ترکیې په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د وژلې او په دغه جنایت کښې د ولیعهد د رول لرلو موضوع ګڼی .
هغه وویل د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په نړۍ کښې د زرګونو بې ګناه مسلمانانو په وژلې کښې لاس لری او پاکستان ته د عربستان ددغه جنګ غواړی ولیعهد سفر به دهیواد دخلکو د ناارامۍ سبب شی .
د یمن دخلکو پرضد د تش په نامه د جعلی ائتلاف یوه() پلاوی هم پاکستان ته د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر په درشل کښې اسلام اباد ته سفر وکړ .
ددغه پلاوی مشرۍ د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف پرغاړه لری .
ویل کیږی پاکستان ته د محمد بن سلمان سفر چې ټاکل شوی ده د فرورۍ په ۱۶ او ۱۷ نیټه وشی د اسلام اباد د حکومت لپاره زیات لګښت لرلی دی .
د پاکستان ډان ورځپاڼې د سعودی عربستان دیوې(۱) سرچینې په قول ویلی دی ټاکل شوی ده ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته په خپل سفر کښې په ګوادر بندر کښې د څو میلیاډونو ډالرو په ارزښت د تیلو دچاڼ ځاې د جوړولو په شمول د پانګونې څو تړونونه لاسلیک کړی .
په عین حال کښې د پاکستان دمشرانو جرګې سینا استازی هم د لومړی وزیرعمران خان د حکومت د بهرنی سیاست په هکله اندیښنه څرګندوی او له هغه(عمران خان ) یې غوښتی دی خپل سیمه ییز سیاست په دې ډول تنظیم کړی چې پاکستان په هیڅ بهرنی جنګ کښې ښکیل نشی ځکه ددغه جګړې پایلې به د هیواد لپاره ورانونکی وی .
نیوکه کونکی باوری دی چې د سعودی عربستان ال سعود واکمنان دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان د خوشحالولو او یا له اقتصادی مشکلاتو د خلاصون لپاره دهغه له حکومت سره په مرستې کولو سره دولس(۱۲) میلیارډه ډالره مرستې هغه(عمران خان ) ته نه ورکوی بلکې هڅه کوی دپاکستان له زیاتو پورو او اقتصادی مشکلاتو څخه د خپلو هدفونو په لړ کښې د پاکستان له پوځ او حکومت څخه د استفادې لپاره د یوه(۱) اړم او د یوه اوزار په توګه استفاده وکړی .