الاقصی جومات د فلسطین دمقاومت د ډلو سره کرښه ده
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه په یوې اعلامیې کې په قدس،لویدیځی غاړې او نیواکی ټاټوبو کې د فلسطین له ملته غوښتی دی ،دالاقصی جومات دساتنې لپاره دې سبا یعنی په جمعې ورځې ددغه سپیڅلی جومات په لور حرکت وکړی او پراخې مظاهرې دې ترسره کړی .
دفلسطین داطلاع رسونې مرکز نن راپورورکړی ، دفلسطین مقاومتی ډلو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې خبرې په ټینګار سره چې الاقصی جومات د مبارزو ډلو سره کرښه ده،ټینګار کړی،هیڅکله به په الاقصی جومات د صهونیسټی پوځیانو د بې ځنډه تیریو په مقابل کې بې پروا ونه ووسی،او دقدس نیواکګر رژیم باید د خپلو وحشی ډوله جنایتونو په وړاندې ځواب ووائی .
په دغې اعلامیې کې پر فلسطینیانو غږ شوی،داسلامی سپیڅلتیاؤ او دهغو په سر کې د الاقصی جومات دساتنې په خاطر دې په دغه سپیڅلی ځای کې شتون ولری،او په باب الرّحمه کې دې پراخه اوستره مظاهره وکړی .
فلسطینیو ډلو په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی،دغه درست تیری،داسلامی اوعربو رژیمونو په بې شرمې چپتیا سره او دغه راز له دغه سپیرۀ او وحشی رژیم سره داړیکو دعادی کولو لپاره له یوه بل سره دعربو هیوادونو دځینو مشرانو په ښکاره سیالیو سره ترسره کیږی .
په همداوروستیو کې صهونیسټ رژیم باب الرّحمه چې دالاقصی جومات یوه ستره دروازه ده،پر فلسطینیو لمون ګوزارو بنده کړې ده چې په دغه تیری پسې ددغه سپیڅلی جومات حالات هم تر ډیره حدهترینګلی شوی دی .
په عین حال کې د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفترمشر اسماعیل هنیّه په یوې اعلامیې کې په قدس،لویدیځی غاړې او نیواکی ټاټوبو کې د فلسطین له ملته غوښتی دی ،دالاقصی جومات دساتنې لپاره دې سبا یعنی په جمعې ورځې ددغه سپیڅلی جومات په لور حرکت وکړی او پراخې مظاهرې دې ترسره کړی .