د عربستان ائتلاف د ملګروملتونو په استازی دباو اچوی
-
د سعودي عربستان ائتلاف هره ورځ د اوربند خلاف ورزیانې کوي .
زمونږ خبریال وایی دیمن د انقلاب لوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی وویل د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف هیوادونه دجنګ د دوام او دسولې دبهیر د بدلولو په هدف سره د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو په ځانګړی استازی دباو راولی .
هغه د سولې د اجرا لپاره د هرډول نظر یا لارې په وړاندې کولو کښې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف او دهغه د هم تړونه هیوادونو ناکامۍ ته په اشارې سره وویل تیریګران تیری ته د روا والی د ورکولو د دوام لپاره د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو موسسې ځانګړی استازی تر دباو لاندې راوستلی دی .
د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف د سویډن د توافق د اجرا د مخنیوی لپاره نړیوالې موسسې د بشردوستانه مرستو د ویشل کیدا مخه نیسی .
د سعودی عربستان ائتلاف هره ورځ د اوربند خلاف ورزیانې کوی .
تراوسه د یمن د جنګ د بندولو لپاره څو ځله خوخښتونه شوی دی خو هرځل د سعودی عربستان او دهغه دمتحدانو په کارړنګونې سره بندون ته رسیدلی دی .