سعودی عربستان په یمن کښې خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
Feb 24, 2019 02:24 Asia/Kabul
-
د سعودي عربستان جنګي الوتکو په تیرو ۷۲ ساعتونو کښې دیمن په نورو سیمو باندې هم ۵۵ حملې کړي دي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع بیګا وویل دسعودی عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو دوه اویا (۷۲) ساعتونو کښې په الحدیده ښار کښې ۸۴۲ ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .
هغه وویل د سعودی عربستان جنګی الوتکو په تیرو ۷۲ ساعتونو کښې دیمن په نورو سیمو باندې هم ۵۵ حملې کړی دی .
دغه راز دیمن پوځ او ولسی کمیټیو هم بیګا د عربستان تیریو ته په ځواب کښې په نجران کښې په «عاکفه» اډې کښې د ګوډاګیانو په مرکز د «زلزال یو» ډوله بلاسټیک توغندی حمله وکړه .
دغه توغندی په هدف لګیدلی او له کبله یې د سعودی عربستان یوشمیر ګوډاګیان هلاک او یا ژوبل شوی دی .
ټیګونه