په بحرین کې دبیان آزادی دبشری حقوقوخلاف ورزی ده
دبخښنې نړیوالې ادارې د راپور په اساس،آل خلیفه رژیم په بحرین کې هرډول عمومی اعتراض ترسره کول او هم دډلو ټپلو جوړول منع کوی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د بخښنې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۸کال کې د مینځنی ختیځ او شمالی افریقا کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب پخپل کلنی راپور کې خبرداری ورکړی،په بحرین کې د بشری حقوقو زیات شمیر فعالان او د رژیم مخالفان په مختلفو پلمو سره تورن اونبدی کیږی .
دبخښنې نړیوالې ادارې د راپور په اساس،آل خلیفه رژیم په بحرین کې هرډول عمومی اعتراض ترسره کول او هم د ډلو ټپلو جوړول منع کوی .
په دغه راپورکې وئیل شوی دی،آل خلیفه رژیم د بحرین دښاریزو په ضد سزاګانو ته دوام ورکوی او تر دې دمه ئې د دغه هیواد دکابو درې سوه ښاریزو تابعّیت لغوه کړی دی .
ددغه راپور په اساس ، د دبحرین په زندانونو کې دد غه هیواد ښاریز بندیان سخت شکنجه کیږی او دطبی درملنې له امکانانو هم بې برخې دی او دغه راز د آل خلیفه رژیم محکمې هماغه راز د بحرین دښاریزو په ضد د پانسۍ د حکمونو صادرولو ته دوام ورکوی .