په بحرین کې دبیان آزادی دبشری حقوقوخلاف ورزی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80611-په_بحرین_کې_دبیان_آزادی_دبشری_حقوقوخلاف_ورزی_ده
دبخښنې نړیوالې ادارې د راپور په اساس،آل خلیفه رژیم په بحرین کې هرډول عمومی اعتراض ترسره کول او هم دډلو ټپلو جوړول منع کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 27, 2019 09:31 Asia/Kabul
  • په بحرین کې دبیان آزادی دبشری حقوقوخلاف ورزی ده

دبخښنې نړیوالې ادارې د راپور په اساس،آل خلیفه رژیم په بحرین کې هرډول عمومی اعتراض ترسره کول او هم دډلو ټپلو جوړول منع کوی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د بخښنې نړیوالې ادارې  په ۲۰۱۸کال کې  د مینځنی ختیځ او شمالی افریقا کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب  پخپل کلنی راپور کې خبرداری ورکړی،په بحرین کې د بشری حقوقو زیات شمیر فعالان او د رژیم مخالفان  په مختلفو  پلمو سره تورن  اونبدی کیږی .

  دبخښنې نړیوالې ادارې د راپور په اساس،آل خلیفه رژیم په بحرین کې   هرډول عمومی اعتراض ترسره کول او  هم د ډلو ټپلو جوړول  منع کوی . 

 په دغه راپورکې وئیل شوی دی،آل خلیفه رژیم  د بحرین دښاریزو په  ضد  سزاګانو ته دوام ورکوی  او تر دې دمه ئې  د دغه هیواد دکابو درې سوه ښاریزو تابعّیت لغوه کړی دی .

  ددغه راپور په اساس ،  د دبحرین په زندانونو کې  دد غه هیواد ښاریز بندیان  سخت شکنجه کیږی او  دطبی  درملنې له  امکانانو  هم بې برخې دی  او دغه راز  د آل خلیفه رژیم محکمې  هماغه راز  د بحرین دښاریزو په ضد  د پانسۍ   د حکمونو صادرولو ته  دوام ورکوی .