د صهيونېسټانو په ډزو سره دوه فلسطيني ځوانان شهيدان شول
د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې دوه فلسطيني ځوانان د صهيونېسټو فوځيانو په ډزو سره په شهادت ورسېدل.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم فوځ وويل، نن په نيواکي لويديځه غاړه کښې څو فلسطينيانوپه موټر سره د دغه رژيم په فوځيانو حمله وکړه چې په دې موقع اسرائيلي فوځيانو په دريو فلسطينيانو ډزې وکړې چې له کبله يې دوه فلسطينيان په شهادت ورسېدل او يو بل هم ژوبل شو.
صهيونېسټ رژيم فوځ د دغه رژيم د فوځيانو په اړه چې فلسطينيانو پرې په موټر سره حمله وکړه څه تفصيلات بيان نه کړل.
د فلسطينيانو مقاومتي عمليات په نيواکي زمکو کښې د اسرائيلي فوځيانو د هره ورځې جنايتونو په ځواب کښې بڼه نيسي.
د دغو دوو فلسطينيانو شهادت د غزې د تړانګې په شمال کښې د حماس د څارنې په څو مرکزونو باندې د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو له حملو نه څو ګېنټې وروسته رامځته شوےدے.