امریکا له ترهه ګرۍ آوزاری استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80764-امریکا_له_ترهه_ګرۍ_آوزاری_استفاده_کوی
بغداد به هیڅ یوه هیوادته اجازت ورنکړی،چې دعراق له خاورې د بل هیواد په ضد د اقدام لپاره ورځینی استفاده وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2019 03:59 Asia/Kabul
  • امریکا له ترهه ګرۍ آوزاری استفاده  کوی

بغداد به هیڅ یوه هیوادته اجازت ورنکړی،چې دعراق له خاورې د بل هیواد په ضد د اقدام لپاره ورځینی استفاده وکړی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی پرون   په تهران کې د عراق د پارلیمان  له مشر  محمد الحلبوسی سره په کتنې کې  په سیمې کې دا مریکائی ځواک شتون  د ولسوالکه حکومتونو لپاره یو اوږدمهاله  ګواښ وبالۀ.

 شمخانی   عراق ته داسلامی ایران د ولسمشر کیدونکی سفر   د دواړو هیوادونو ترمینځ   د اقتصادی ،حقوقی ، سرحدی دوسیو کې  دنهائی فیصلو لپاره یو تاریخی فرصت وبالۀ او زیاته ئې کړه ،   په وروستیو کلونو کې  په ترسره شوو مشترګو هلوځلو سره ،  دتهران او بغداد ترمینځ په اقتصادی ملګرتیاؤ کې  د لور نیونې  لپاره   د لازمو لارو چارو او بیخ بینائیو ټولګه برابره شوی ده .

 هغه همداراز   دصهونیست رژیم په وړاندې د فلسطین له آئیډیاله په ملاتړ کې دعراق دپارلیمان  دمشر  د دریځونو په قدرونې سره  روښانه کړې ، د فلسطین د ټاټوبی  دآزادولو د آئیډیا  دهیرولو لپاره  به  هیڅ ډول انحرافی  پلانونه کامیاب نشی .

 دعراق دپارلیمان مشر  محمددالحلبوسی هم په دغې کتنې کې   په سیمې کې دامنیت اوثبات په ټینګولو کې دایران  رول  ډیر مهم ارزاوه او وې وئیل ،  دتکفیری ترهه  ګرۍ دبهیر ماته   دایران  له فعال رول لوبونې اوشتون پرته  هیڅ امکان نه  درلود.  هغه  د هیوادونو په ضد د یواړخیز پالو بندیزونو   له اړمه   داستفادې  په محکومولو سره  ټینګار کړی،بغداد به هیڅ یوه هیوادته اجازت ورنکړی،چې دعراق له خاورې د بل هیواد په ضد د اقدام لپاره ورځینی  استفاده وکړی .