امریکاپه نړۍکې د وسلو ترټولوستر پلورونکی اوعربستان ترټولوسترپیرونکی هیواد دی
د سټاکهم د سولې دڅیړنیزې نړیوالې موسسې په راپور کې همداراز راغلی دی،اسرائیل هم په مینځنی ختیځ کې دوسلو په یوه اصلی صادرونکی بدل شوی اودهغو اصلی ګاهکان،هندوستان،آذربایجان جمهوریت اوویتنام دی.
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د سټاکهم د سولې نړیوالې اکاډمۍ په ۲۰۱۸کال کې دنړۍ د وسلوال تجارت په باب پخپل وروستی راپورکې امریکاد وسلو تر ټولوستر صادرونکی هیواد اوعربستان هم دپوځی محصولاتو تر ټولو ستر پیرودونکی هیواد معرفی کړ .
دسټاکهم دسولې څیړنیزې دغې نړیوالې موسسې پخپل وروستی راپور کې چې بیګا خپور شوی،وئیلی دی،په ۲۰۱۸کال کې مینځنی ختیځ ته دامریکائی وسلو صادرات زیات شوی په دې ډول چې له ۲۰۱۴ کاله رانیولې تر ۲۰۱۸کال پورې په مودې کې ددغه هیواد د وسلو دصادراتو دوه پنځوس فی صدی برخه دغې سیمې ته صادره شوې ده .
ددغه راپور په اساس،سعودی عربستان ،امارات، آسټریلیا په تیرو څلورو کلونو کې دامریکا دوسلو ترټولو مهم اخستونکی هیوادونه دی .
د سټاکهم د سولې دڅیړنیزې نړیوالې موسسې په راپورکې همداراز راغلی دی،اسرائیل هم په مینځنی ختیځ کې دوسلو په یوه اصلی صادرونکی بدل شوی اودهغو اصلی ګاهکان،هندوستان،آذربایجان جمهوریت اوویتنام دی.
ددغې موسسې د ارزونې په اساس،له امریکا وروسته د نړۍ د وسلوغوره صادرونکی هیوادونه،روسیه،فرانسه،جرمنی،چین اوبریتانیا دی