د ایران،سورئې او عراق خپل مینځنۍاړیکې ډیرې پیاوړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80998-د_ایران_سورئې_او_عراق_خپل_مینځنۍاړیکې_ډیرې_پیاوړی_دی
د سورئې ولسمشر بشار اسد دایران او عراق د پوځونو له قوماندانانوسره په کتنې کې زیاته کړې دمشق له ایران او عراق سره د ښو اړیکو په درلودلو ویاړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2019 03:11 Asia/Kabul
  •   د ایران،سورئې او عراق خپل مینځنۍاړیکې ډیرې پیاوړی دی

د سورئې ولسمشر بشار اسد دایران او عراق د پوځونو له قوماندانانوسره په کتنې کې زیاته کړې دمشق له ایران او عراق سره د ښو اړیکو په درلودلو ویاړی .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ  د سورئې ولسمشر بشار اسد بیګا   په دمشق کې دایران او عراق  له لوړروتبه پوځی پلاؤ سره په کتنې کې ټینګار کړی ، دایران ،سورئې اوعراق  وسلوال پوځونو  له ترهه ګرۍ سره  په مقابلې اود جنګ په پړاؤ کې   له خپلې خوا  قربانی اوسرښیندنه نندارې ته وړاندې کړې ده .

 دسورئې ولسمشر  زیاته کړې دمشق  له ایران اوعراق  سره   دښو اړیکو په درلودلو ویاړی .

 دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درسیتز سردار  باقری هم په دغې کتنې کې ترهه ګری د درستې سیمې لپاره  ستره خطره وبلله او روښانه ئې کړې ده،له ترهه ګرو سره مبارزه او دسورئې دفاع ،دایران اوعراق دفاع ده .

دعراق دپوځ لوی درسیتز جنرال عثمان الغانمی هم په دې  کتنې کې وئیلی و دعراق وسلوالو ځواکونه له سورئې  سره په پوله ایزو  سیمو کې د سورئې  دپوځ  په  غږملتیا سره  له ترهه ګرۍ سره  خپلې مبارزې ته دوام ورکوی .