دجولان دلوړو په رسمیّت پیژندل،غصب اونیواکګرۍته درواوالی وربخښل بللی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81075-دجولان_دلوړو_په_رسمیّت_پیژندل_غصب_اونیواکګرۍته_درواوالی_وربخښل_بللی
د مصر خارجه وزارت هم دسورئې په جولان لوړو دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په رسمیّت پیژندنې کې دامریکا د ولسمشرڅرګندونې ردکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2019 03:09 Asia/Kabul
  • دجولان دلوړو په رسمیّت پیژندل،غصب اونیواکګرۍته درواوالی وربخښل بللی

د مصر خارجه وزارت هم دسورئې په جولان لوړو دصهونیسټ رژیم دنیواکګرۍ په رسمیّت پیژندنې کې دامریکا د ولسمشرڅرګندونې ردکړی دی .

د الازهر پوهنتون  چارواکو هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د سورئې پر جولان  د صهونیسټ رژیم  د حاکمیّت ا دعا  ،غصب او نیواکګرۍ ته  درواوالی وربخښل بللی  دی .  په دغې اعلامیې کې  د سورئې دجولان د لوړو  په باب  دټرمپ څرګندونې  په کلکه محکومې او رد کړائ شوی او ټینګار شوی د ی ،نړیوالو قوانینو او پریکړو  په کرتو ټینګار کړی ،  چې  جولان لوړې د سورئې   دخاورې برخه ده .

داپه داسې حال کې دی چې د   امیرکا دیهودیانو د ټولنې مشر  جرمی بنامی   هم  دسورئې  دجولان په لوړو کې  داسرائیلو  له نیواکګرۍ  د امریکا دولسمشر ډونالډټرمپ ملاتړ  دنتن یاهو لپاره  یوه شرمیدونکی ډالۍ وبلله او وې وئیل   د ټرمپ دغه شرمیدلی  اقدام ،په راتلونکو انتخاباتو کې  دبیا ټآکل کیدا لپاره  د هغه دچانس  دزیاتولو په خاطر  داسرائیلو  لومړی وزیر نتن یاهو لپاره  یوه سیاسی ډالۍ  ده .   بنامی په ډاګه کړې ، ټرمپ دفلسطین په باب  ستره دسیسه په ذهن کې لری ،  خو   د مینځنۍ آسیا سیمې له  ورانولو پرته به بل هیڅ  نتیجه ونه لری .  په عین حال کې  د امریکا د یهودیانو دټولنې مشر  روښآنه کړې د ډ ونالډټرمپ  دغه ا قدام د په اوږمهاله مودې کې  امریکا او اسرائیلو په ګټه نه  دی

له دې سره په یوووخت  د مصر خارجه وزارت هم دسورئې په جولان لوړو  دصهونیسټ رژیم  دنیواکګرۍ په رسمیّت پیژندنې کې  دامریکا د  ولسمشرڅرګندونې  ردکړی دی .