سوریه به د جولان لوړې زر ازادې کړی
-
دمشق حق لري دخپلې خاورې د ازادولو لپاره له سوله ایزو اوزارونو او وسله والې مبارزې استفاده وکړي .
د سوریې دباندنیو چارو دوزیر مرستیال فیصل مقداد وویل د نیواکی جولان لوړو(Golan Heights,) د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددمشق مخ ته هیڅ سرحد نشته .
هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې دمشق به د جولان د لوړو د بیرته ترلاسه کولو لپاره په هرډول احتمالونو غور وکړی وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه کښې د ترهګرۍ او دظالمو صهیونیسټانو ملاتړی دی او د واشنګټن حکومت دجولان دلوړو په هکله د ملګروملتونو په پریکړه لیکونو سترګې پټوی .
د لبنان دخارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد ټینګار وکړ دمشق حق لری دخپلې خاورې د ازادولو لپاره له سوله ایزو اوزارونو او وسله والې مبارزې استفاده وکړی .
هغه وویل د عربو هیوادونو په سازوکار او ددمشق په وړاندې دهغوې په سیاستونو کښې ښکاره تناقض شته او ددغه تناقض علت دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دباو او عربو اتحادیې ته د سوریې دبیرته ستنیدا د مخه دنیولو لپاره دهغه غوښتنه ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ ویلی وو اوس وخت رارسیدلی دی چې له دوه پنځوس(۵۲)کلونو وروسته واشنګټن په کامل ډول دجولان په لوړو د اسرائیلو واکمنۍ په رسمیت وپیژندی .