سوریه به د جولان لوړې زر ازادې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81081-سوریه_به_د_جولان_لوړې_زر_ازادې_کړی
د سوریې دباندنیو چارو دوزیر مرستیال فیصل مقداد وویل د نیواکی جولان لوړو(Golan Heights,) د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددمشق مخ ته هیڅ سرحد نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2019 09:18 Asia/Kabul
  •  دمشق حق لري دخپلې خاورې د ازادولو لپاره له سوله ایزو اوزارونو او وسله والې مبارزې استفاده وکړي .
    دمشق حق لري دخپلې خاورې د ازادولو لپاره له سوله ایزو اوزارونو او وسله والې مبارزې استفاده وکړي .

د سوریې دباندنیو چارو دوزیر مرستیال فیصل مقداد وویل د نیواکی جولان لوړو(Golan Heights,) د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددمشق مخ ته هیڅ سرحد نشته .

هغه دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې دمشق به د جولان د لوړو د بیرته ترلاسه کولو لپاره په هرډول احتمالونو غور وکړی وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه کښې د ترهګرۍ او دظالمو صهیونیسټانو ملاتړی دی او د واشنګټن حکومت دجولان دلوړو په هکله د ملګروملتونو په پریکړه لیکونو سترګې پټوی .

د لبنان دخارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد ټینګار وکړ دمشق حق لری دخپلې خاورې د ازادولو لپاره له سوله ایزو اوزارونو او وسله والې مبارزې استفاده وکړی .

هغه وویل د عربو هیوادونو په سازوکار او ددمشق په وړاندې دهغوې په سیاستونو کښې ښکاره تناقض شته   او ددغه تناقض علت دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دباو او عربو اتحادیې ته د سوریې دبیرته ستنیدا د مخه دنیولو لپاره دهغه غوښتنه ده .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ ویلی وو اوس وخت رارسیدلی دی چې له دوه پنځوس(۵۲)کلونو وروسته واشنګټن په کامل ډول دجولان په لوړو د اسرائیلو واکمنۍ په رسمیت وپیژندی .