ترهګرو دسوریې په یوه کلی کیمیاوی ګازونه کارولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81090-ترهګرو_دسوریې_په_یوه_کلی_کیمیاوی_ګازونه_کارولی
دسوریې سانا خبری اژانس بیګا ددغه هیواد په لویدیځ کښې د حماه ولایت په شمال کښې په یوه (۱) کلی د ترهګرو ډلو د کیمیاوی وسلو او دګازونو د برید خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2019 00:54 Asia/Kabul
  • امریکا، سعودي عربستان ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتي سخت خپه او اندیښمن دي .
    امریکا، سعودي عربستان ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتي سخت خپه او اندیښمن دي .

دسوریې سانا خبری اژانس بیګا ددغه هیواد په لویدیځ کښې د حماه ولایت په شمال کښې په یوه (۱) کلی د ترهګرو ډلو د کیمیاوی وسلو او دګازونو د برید خبر ورکړ .

سانا خبری اژانس وویل دترهګرو لخوا په دغه کیمیاوی  حملې کښې څلورویشت(۲۴)کسان ژوبل شوی دی .

دسوریې الاخباریه ټیلی ویژن هم راپور ورکړ دغه څلورویشت (۲۴) کسان چې دکیمیاوی وسلو او دګازونو په وجه ژوبل شوی دی روغتون ته وړل شوی .

ترهګرو ډلو مخکې هم د حلب، د خان شیخون او دغوطه شرقی په شمول د سوریې په بیلابیلو سیمو  کښې د خلکو پرضد کیمیاوی وسلې او ګازونه استعمال کړی او هڅه یې کړی وه چې دمشق ددغو حملو مسول معرفی کړی چې له دې لارې په سوریې باندې د امریکا او دلویدیځو هیوادونو د حملې لپاره یوه(۱) پلمه برابره کړی .

امریکا، سعودی عربستان ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمنی او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتی سخت خپه او اندیښمن دی .