پر جولان لوړو د اسرائیلو حاکمیّت هیڅکله دمنلو وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81157-پر_جولان_لوړو_د_اسرائیلو_حاکمیّت_هیڅکله_دمنلو_وړ_نه_دی
دترکیې ولسمشر دغه راز وئیلی،جولان د نړیوالو قوانینو او دملګروملتو دپریکړه لیکونو په اساس د سورئې دخاورې یوه برخه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 27, 2019 09:21 Asia/Kabul
  • پر جولان لوړو د اسرائیلو حاکمیّت هیڅکله دمنلو  وړ نه دی

دترکیې ولسمشر دغه راز وئیلی،جولان د نړیوالو قوانینو او دملګروملتو دپریکړه لیکونو په اساس د سورئې دخاورې یوه برخه ده .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان   بیګا  په استانبول کې په یو لړ څرګندونو کې د سورئې دجولان  پر لوړو داسرائيلو د حاکمیّت  دپه رسمیّت پيژندنې کې  د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  اقدام  په سخته محکوم کړ او وې وئيل  دامریکا  ولسمشر  به له نړۍ  چورلټ ځواب ترلاسه کړي .

 دترکیې ولسمشر  دغه راز وئيلي، جولان د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د پریکړه لیکونو په اساس  د سورئې دخاورې یوه برخه ده .

 رجب طیب اردوغان له دې مخکې هم وئيلی وو ، دجولان موضوع  به په ملګروملتو کې مطرح کړي .

داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو هم  د امریکا د ولسمشر ددغه سپيرۀ اوغیر قانوني اقدام په وړاندې دځينو عربو هیوادونو دچپتیا  په غندلو سره وئيلي دي ،  دغه هیوادونه  داسلامی امت  رسالت خوندي نشي ساتلی  او باید دغه مرموزي چپتیا ختمه کړي .

  د امریکا ولسمشر د تیرې دوشنبې په ورځې دنړیوالو قوانینو   اومقررراتو په خلاف  او  امنیت شورا دپریکړه لیکونو په جوتې خلاف ورزۍ کې  یو فرمان لاسلیک کړ ، چې  له امله ئې ،  واشنګټن  د سورئې  دجولان  پر نیواکي لوړو دصهونیست رژيم  دحاکمیّت  په رسمیّت پيژني . راپور ښئ ډونالډټرمپ  دغه فرمان د صهونیسټ رژيم دلومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو  په شتون کې په واشنګټن کې لاسلیک کړ .  چې د ټرمپ دغه اقدام په نړیواله سویه  له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . دملګروملتو امنیت شورا  او دغه راز   ددغې موسسې سرمنشي  هم   دجولان لوړې نیواکي بللي او د ټرمپ  اقدام ئې ناسم بللی دی .