د سورئې دمځکنۍبشپړتیا احترام دټولو دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81159-د_سورئې_دمځکنۍبشپړتیا_احترام_دټولو_دنده_ده
د سورئې له مځکنۍ بشپړتیا د روسیې اولبنان ملاتړ په داسې حال کې اعلان شوی،چې امریکا په یوه لمسونکی اقدام کې له صهونیسټ رژیم سره د سورئې دجولان د نیواکی سیمو یو ځای کیدا په رسمیّت پیژندلې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 27, 2019 10:05 Asia/Kabul
  • د سورئې دمځکنۍبشپړتیا احترام دټولو دنده ده

د سورئې له مځکنۍ بشپړتیا د روسیې اولبنان ملاتړ په داسې حال کې اعلان شوی،چې امریکا په یوه لمسونکی اقدام کې له صهونیسټ رژیم سره د سورئې دجولان د نیواکی سیمو یو ځای کیدا په رسمیّت پیژندلې ده .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دروسیې او لبنان ولسمشرانو  ولادیمیر پوتین او میشل عون د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دسورئې  د بحران دحل لپاره د روسیې ،ایران اوترکیې  دعمل  دنوښت په اهمیّت ټیڼګار وکړ .

 ولادیمیر پوتین اومیشل عون  په کرملین  ماڼۍ کې  دخپلو خبرواترو په پای کې  ددغې اعلامیې په صادرولو سره  دسورئې د مځکنۍ بشپړ تیا ، حاکمیّت ، وحدت او خپلواکۍڅخه پرخپل  ملاتړپه ټینګارسره د ایران،روسیې اوترکیې  په سرپرستۍ  سره د آستانې دسولې خبرې اترې  اغیزشیندونکی او ګټه ورې  وبللې .

 دواړو ولسمشرانو همداراز  له ترهه ګرۍ او داعش او النصره جبهې  او دهغو د نورو اړونده ډلګیو سره  دمبارزې په ډګر کې   دسورئې  دحکومت او دهغو د متحدانو  د اقداماتو اوهلوځلو څخه  خپل ملاتړ  اعلان کړ.

 خپل هیواد  ته دسوریاوالو  کډوالو  دبیرته ستنیدا لپاره د  روسیې  وړاندیزی نوښت  په دغې کتنې کې   دملاتړ وړ  یو بل مورد ؤ

د سورئې  له مځکنۍ بشپړتیا د روسیې اولبنان ملاتړ په داسې حال کې اعلان شوی،چې امریکا په یوه لمسونکی اقدام کې له صهونیسټ رژیم سره د سورئې  دجولان  د نیواکی سیمو یو ځای کیدا په رسمیّت پیژندلې ده .