د سورئې دمځکنۍبشپړتیا احترام دټولو دنده ده
د سورئې له مځکنۍ بشپړتیا د روسیې اولبنان ملاتړ په داسې حال کې اعلان شوی،چې امریکا په یوه لمسونکی اقدام کې له صهونیسټ رژیم سره د سورئې دجولان د نیواکی سیمو یو ځای کیدا په رسمیّت پیژندلې ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دروسیې او لبنان ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او میشل عون د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دسورئې د بحران دحل لپاره د روسیې ،ایران اوترکیې دعمل دنوښت په اهمیّت ټیڼګار وکړ .
ولادیمیر پوتین اومیشل عون په کرملین ماڼۍ کې دخپلو خبرواترو په پای کې ددغې اعلامیې په صادرولو سره دسورئې د مځکنۍ بشپړ تیا ، حاکمیّت ، وحدت او خپلواکۍڅخه پرخپل ملاتړپه ټینګارسره د ایران،روسیې اوترکیې په سرپرستۍ سره د آستانې دسولې خبرې اترې اغیزشیندونکی او ګټه ورې وبللې .
دواړو ولسمشرانو همداراز له ترهه ګرۍ او داعش او النصره جبهې او دهغو د نورو اړونده ډلګیو سره دمبارزې په ډګر کې دسورئې دحکومت او دهغو د متحدانو د اقداماتو اوهلوځلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
خپل هیواد ته دسوریاوالو کډوالو دبیرته ستنیدا لپاره د روسیې وړاندیزی نوښت په دغې کتنې کې دملاتړ وړ یو بل مورد ؤ
د سورئې له مځکنۍ بشپړتیا د روسیې اولبنان ملاتړ په داسې حال کې اعلان شوی،چې امریکا په یوه لمسونکی اقدام کې له صهونیسټ رژیم سره د سورئې دجولان د نیواکی سیمو یو ځای کیدا په رسمیّت پیژندلې ده .