روسیه د سوریې په لړ کښې له ترکیې سره ملګرتیا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81221-روسیه_د_سوریې_په_لړ_کښې_له_ترکیې_سره_ملګرتیا_کوي
د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف د ترکیې به انتالیا کښې یوه خبري غونډه کښې، د سوریې په دوسیه کښې له انقرې سره د ماسکو د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2019 03:14 Asia/Kabul
  • روسیه د سوریې په لړ کښې له ترکیې سره ملګرتیا کوي

د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف د ترکیې به انتالیا کښې یوه خبري غونډه کښې، د سوریې په دوسیه کښې له انقرې سره د ماسکو د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په انتالیا کښې له خپل ترک همرتبه مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کښې، له وسلو او ترهګرۍ د سوریې د پاکولو په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: پکار دي چې د سوریې اساسي قانون یوځل بیا برابر کړی شي او د آستانه بهیر تعقیب شي.

په دغه خبري غونډه کښې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم صهیونیسټي رژيم ته د نیواکي جولان سیمې د واکمنۍ له سپارل کیدو سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل: د جولان لوړې د سوریې د خاورې یوه برخه ده او هغه د اسرائیلو د انتخاباتو په درشل کښې نورو ته نه شي ډالۍ کیدې.