دجولان لوړې په تاریخ کې هیڅکله هم یهودی سیمه نه وه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81250-دجولان_لوړې_په_تاریخ_کې_هیڅکله_هم_یهودی_سیمه_نه_وه
ډیلی صاباح ورځپاڼې راپور ورکړی،دامریکا داستخباراتی ادارې (سی آئی اې ) په یوه راپور کې منلې ده چې دجولان نیول شوی ټاټوبی هیڅکله هم دتاریخ په اوږدو کې د یهودو دپام وړ نفوس لرونکی نه دی پاتې شوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 31, 2019 08:41 Asia/Kabul
  • دجولان لوړې په تاریخ کې هیڅکله هم یهودی سیمه نه وه

ډیلی صاباح ورځپاڼې راپور ورکړی،دامریکا داستخباراتی ادارې (سی آئی اې ) په یوه راپور کې منلې ده چې دجولان نیول شوی ټاټوبی هیڅکله هم دتاریخ په اوږدو کې د یهودو دپام وړ نفوس لرونکی نه دی پاتې شوی .

زمونږخبریال راپور راکړی  د ترکیې ډیلی صاباح ورځپاڼې  په ۱۹۸۱کال کې  دامریکا د سی  ائی  اې  د برابرې شوی یوې مقالې  په استناد سره  راپور ورکړی ،  د تاریخ له پلوه ،  د جولان لوړو په تیرو   درې زره کلونو کې  د پام وړ یهودیانو ټولنه  نه ده د رلودلې .

 دغه راپور ښئ  چې صهونیسټ رژیم  څرنګه ، په غیر قانونی ښارګوټو جوړونې څخه  په استفادې سره   دسیمې  نفوسی جوړښت  بدل کړی دی  . په دغه راپور کې وئیل شوی دی    په  ۱۹۶۷کال کې یه له دې وروسته ، له دغو سیمو  دسورئې څه دپاسه یو لک عربان له دغې سیمې ویستل شوی دی .  همداراز   صهونیسټ رژیم  نه یوازې  خپل ټاټوبی ته ددغو سوریاوالو  څه  دپاسه یو لک  ښاریزو دبیرته ستنیدو اجازت نه دی ورکړی ، بلکې  له ۱۹۶۸کال څخه ئې  په جولان نیواکی ټاټوبی کې  دتاسیساتو جوړول هم پیل کړل  او بلاخره  دامریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ  د ۲۰۱۹کال دمارچ په ۲۵نیټه پر دغه نیواکی ټاټوبی د  صهونیست رژیم   حاکمیّت  په رسمیّت وپیژنۀ چې په درستې نړۍ کې ئې  ډیر سخت غبرګونونه راپورته کړی دی .