د البغدادي مرستیال په عراق کې ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81364-د_البغدادي_مرستیال_په_عراق_کې_ونیول_شو
د عراق یو فوځي چارواکي د دغه هېواد په لویدیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د یو مرستیال د نیول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2019 11:26 Asia/Kabul
  • د البغدادي مرستیال په عراق کې ونیول شو

د عراق یو فوځي چارواکي د دغه هېواد په لویدیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د یو مرستیال د نیول کېدو خبر ورکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د رپورټ له مخې،د الحشد الشعبي ډلې یو قومندان«قطري البعیدي» څرګنده کړه چې د عراق په لویدیځ کښې په «الانبار»  صوبه کښې یې د یو لړ کمیني عملیاتو په دوران کې د داعش تکفيري ډلې د مشر ابوبکر البغدادي یو مرستیال نیولی دے.

البعیدي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د« عکیل عبد ملاجي» لارې په سره په یوه ځاے پر ځاے شوي کمین کې په دې توانیدلي چې د البغدادي مرستیال له نښتې پرته ونیسي.

نوموړي څرګنده کړه چې؛دغه کس د داعش ترهګرې ډلې د مشر پورې تړلی کس دے،هغه د عراق په هغه ملکي او نظامي وګړو د بریدونو او وژنو کارنامې له ځانه سره لري چې د «کما» په نوم محلي ګیا پسې به د ښتو ته تلل او نوموړے حتماً د ابوبکر البغدادي د پټن ځای څخه خبر دے.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د عراق امنیتي ځواکونو د بعقوبه په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې د یو بل قومندان د نیول کېدو خبر ورکړی و.