امریکا ، بریتانیا او فرانسه د ترهګرو اصلی ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81368-امریکا_بریتانیا_او_فرانسه_د_ترهګرو_اصلی_ملاتړی_دی
زمونږخبریال وایی د سوریې خارجه وزارت ددمشق پرضد دامریکا د انګلستان او دفرانسې ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل دغه هیوادونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2019 00:41 Asia/Kabul
  • همدغه درې(۳) هیوادونه وو چې ترهګرې ډلې یې د سوریې په حلب ، دوما او خان شیخون سیمو کښې د زهرجنو کیمیاوي موادو استعمالولوته وهڅولې .
    همدغه درې(۳) هیوادونه وو چې ترهګرې ډلې یې د سوریې په حلب ، دوما او خان شیخون سیمو کښې د زهرجنو کیمیاوي موادو استعمالولوته وهڅولې .

زمونږخبریال وایی د سوریې خارجه وزارت ددمشق پرضد دامریکا د انګلستان او دفرانسې ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل دغه هیوادونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی دی .

د امریکا  دانګلستان او دفرانسې خارجه وزیرانو څه موده مخکې په یوې(۱) ګډې بیانیې کښې ادعا وکړه څرنګه چې د سوریې حکومت د کیمیاوی حملو په ترسره کولو سره  دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوی دغه درې(۳) هیوادونه به دضرورت په وخت کښې له کیمیاوی وسلو هرډول استفادې ته ځواب ورکړی .

دسوریې خارجه وزارت ددغو ادعاګانو د غندلو په ترڅ کښې امریکا انګلستان او فرانسه د سپین خولیو په نوم د ترهګرې ډلې په شمول د ټروریسټی ډلو ملاتړی وبلل او ویې ویل په حقیقت کښې همدغه درې(۳) هیوادونه وو چې ترهګرې ډلې یې د سوریې په حلب ، دوما او خان شیخون سیمو کښې د زهرجنو کیمیاوی موادو استعمالولوته وهڅولې