امریکا ، بریتانیا او فرانسه د ترهګرو اصلی ملاتړی دی
-
همدغه درې(۳) هیوادونه وو چې ترهګرې ډلې یې د سوریې په حلب ، دوما او خان شیخون سیمو کښې د زهرجنو کیمیاوي موادو استعمالولوته وهڅولې .
زمونږخبریال وایی د سوریې خارجه وزارت ددمشق پرضد دامریکا د انګلستان او دفرانسې ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل دغه هیوادونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی دی .
د امریکا دانګلستان او دفرانسې خارجه وزیرانو څه موده مخکې په یوې(۱) ګډې بیانیې کښې ادعا وکړه څرنګه چې د سوریې حکومت د کیمیاوی حملو په ترسره کولو سره دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوی دغه درې(۳) هیوادونه به دضرورت په وخت کښې له کیمیاوی وسلو هرډول استفادې ته ځواب ورکړی .
دسوریې خارجه وزارت ددغو ادعاګانو د غندلو په ترڅ کښې امریکا انګلستان او فرانسه د سپین خولیو په نوم د ترهګرې ډلې په شمول د ټروریسټی ډلو ملاتړی وبلل او ویې ویل په حقیقت کښې همدغه درې(۳) هیوادونه وو چې ترهګرې ډلې یې د سوریې په حلب ، دوما او خان شیخون سیمو کښې د زهرجنو کیمیاوی موادو استعمالولوته وهڅولې