د عراق خلکو په ایران کښې سیلاب ځپلو ته مرسته راولیږله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81485-د_عراق_خلکو_په_ایران_کښې_سیلاب_ځپلو_ته_مرسته_راولیږله
به عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي آتشه د ایران له سیلاب ځپلو سره د عراق د خلکو د انساندوستانه مرستو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2019 03:16 Asia/Kabul
  • د عراق خلکو په ایران کښې سیلاب ځپلو ته مرسته راولیږله

به عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي آتشه د ایران له سیلاب ځپلو سره د عراق د خلکو د انساندوستانه مرستو خبر ورکړ.

سردار مصطفی مرادیان پرون په بغداد کښې ایرنا ته په مرکه کښې وویل چې په دې مرستو کښې نغدې پيسې او هم دا شان د خوراکي موادو، جامو کپړو او نورو ضروري شیانو ۱۱۹ واړه او لوې موټر شامل دي چې ایران ته راولیږل شول.

مرادیان زیاته کړه: د عراقي وروڼو ځینې ډلې له دې قافلې سره ملګري دي څو د هغو په ویشلو او هم داشان له سیلاب ځپلو سره په نورو خدماتو مرستو کښې ګډون وکړي.

د ویلو ده چې په تیرو دریو اونیو کښې د ایران د شمال، لویدیځ او جنوب په ځینو سیمو کښې راوتلي سیلاب ډیر د سر او مال تاوان اړولی دی. په دې سیلاب کښې تراوسه د اویا کسانو وژله تایید شوې ده.