دامریکا تیروتنې دمینځنی ختیځ دبې ثباتۍ عاملې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81561-دامریکا_تیروتنې_دمینځنی_ختیځ_دبې_ثباتۍ_عاملې_دی
د ایران خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې دسورئې د نیواکی جولان سیمې په باب دامریکا فیصله محکومه کړه او وې وئیل دغه فیصله د نیواکی قدس او د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په باب د واشنګټن له اقداماتو جلا نه ده چې دا ټول په سیمې کې د امریکائی سیاستونو د ماتې نښې نښانې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2019 01:14 Asia/Kabul
  • دامریکا تیروتنې دمینځنی ختیځ دبې ثباتۍ عاملې دی

د ایران خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې دسورئې د نیواکی جولان سیمې په باب دامریکا فیصله محکومه کړه او وې وئیل دغه فیصله د نیواکی قدس او د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په باب د واشنګټن له اقداماتو جلا نه ده چې دا ټول په سیمې کې د امریکائی سیاستونو د ماتې نښې نښانې دی .

زمونږخبریال راپور راکړ دسورئې  ولسمشر  بشار اسد پرون مازدیګر  په دمشق کې  داسلامی ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کط  وئیلی دی ،  په مینځنی ختیځ کې د بې ثباتۍ  اصلی عوامل ، ددغې سیمې  د هیوادونو په کورنیو چارو کې  دامریکا  دخالت او شتون دی .

 بشار اسد دایران داسلامی ا نقلاب دسپاه پاسدارانو په ضد دامریکا  دغیر مسئولانه اقداماتو په محکوم کولو سره  ټینګار کړی ،دامریکا او ځینو لویدیځی هیوادونو سیاستونه سبب نه کیږی،چېایران ،سوریه اودهغو متحداندخپلو ملتونو دحقوقواو ګټو دغوښتلو له دوامه لاس په سر شی.

 د ایران خارجه وزیرهم  په دغې کتنې کې  دسورئې د نیواکی جولان سیمې  په باب دامریکا فیصله محکومه کړه او وې وئیل  دغه فیصله د نیواکی قدس او د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانوپه باب دواشنګټن له اقداماتوجلا نه ده چې داټول په سیمې کې دامریکائی سیاستونو د ماتې نښې نښانې دی .

 جواد ظریف روښانه کړې په سیمې کې دامریکا اقدامات لامل شوی دی څو ایران اوسوریه  په درستو سیمه ایزو اونړیوالو سویوپه سیمې کې  د امنیت او ثبات پشمول په بیلابیلو موضوعګانو کېلازیاتې غږملتیاوې  ولرل شی .

 دایران خارجه وزیرهمداراز سورئې ته په یوه ورځنی سفر کې دسورئې له لومړی وزیر اوخارجه وزیرسره هم لیده کاته کړی او له  دغو خبرواترو وروسته  د دترکیې  دلوړپوړو چارواکو په بلنه د سلامشورو لپاره ترکیې ته تللی دی .