عربستان له ترهګرۍ ناوړه استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81758-عربستان_له_ترهګرۍ_ناوړه_استفاده_کوی
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان د بشری حقوقو ددفاع کمیټۍ ددغه هیواد د اودیرشو(۳۷) بې ګناه ښاریزو اعدام او پانسۍ ته په غبرګون کښې وویل ولیعهد محمد بن سلمان له ترهګرو پیښو په خپلو جنایتونو دبرغولی د کیښودلو لپاره ناوړه استفاده کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2019 08:31 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د سعودي عربستان د واکمنانو د محاکمه کیدا  او د سزا کیدا  جدي اقدام وکړي .
    نړیواله ټولنه باید د سعودي عربستان د واکمنانو د محاکمه کیدا او د سزا کیدا جدي اقدام وکړي .

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان د بشری حقوقو ددفاع کمیټۍ ددغه هیواد د اودیرشو(۳۷) بې ګناه ښاریزو اعدام او پانسۍ ته په غبرګون کښې وویل ولیعهد محمد بن سلمان له ترهګرو پیښو په خپلو جنایتونو دبرغولی د کیښودلو لپاره ناوړه استفاده کوی .

د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت په تیرې سه شنبې ورځ دهغه څه په تور چې په هیواد کښې یې د ترهګرو اقداماتو لپاره هڅه بللی ده د اوودیرشو(۳۷) ښاریزو د اعدام خبر ورکړ .

د بشری حقوقو ددفاع کمیټۍ پرون په یوې(۱) خبرپاڼه کښې وویل د هغو ښاریزو وینه چې د ازادۍ ددفاع په لاره کښې د غوښتنو د تحقق او دقانونی حقوقو د ترلاسه کولو لپاره توې شوی ده  د پتیالیو د ارادې د پیاوړتیا سبب شوی او دوې په خپله لاره کښې نور هم پیاوړی کړی .

دسعودی عربستان د بشری حقوقو د دفاع کمیټۍ په سیاسی دلایلو  او په چټی تورونو او دحقیقتونو په اپوټه ښودلو سره د هیواد د ښاریزو وژل کیدا ته په اشارې سره وویل  د یمن د بحرین  او دنورو ملتونو پرضد د سعودی رژیم د جنایتونو او دخپل ملت د حقوقو دپرله پسې خلاف ورزۍ په وړاندې د قانونی تعقیبونو نشتون د ال سعود رژیم د جنایتونو د دوام سبب شوی دی .

د سعودی عربستان د بشری حقوقو د دفاع کمیټۍ د بشری حقوقو او د نړیوالو موسسو په بې نتیجې غندنې نیوکې سره وویل  نړیواله ټولنه باید د سعودی عربستان د واکمنانو د محاکمه کیدا  او د سزا کیدا  جدی اقدام وکړی