عراق به د اوپیک له ونډې زیات تیل صادر نه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i81965-عراق_به_د_اوپیک_له_ونډې_زیات_تیل_صادر_نه_کړي
د عراق د تیلو وزیر ټینګار کړی چې دغه هیواد د اوپیک د غړو په موافقو پابند دی او بازار ته به د اوپيک له ټاکلې اندازې زیات تیل ور نه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2019 03:02 Asia/Kabul
  • عراق به د اوپیک له ونډې زیات تیل صادر نه کړي

د عراق د تیلو وزیر ټینګار کړی چې دغه هیواد د اوپیک د غړو په موافقو پابند دی او بازار ته به د اوپيک له ټاکلې اندازې زیات تیل ور نه کړي.

د عراق د تیلو وزیر او د انرجۍ په برخه کښې د دغه هیواد د وزیراعظم سلاکار ثامر الغضبان پرون د قطر په دوحې کښې وویل: عراق به د بازار د احتمالي کمي د پوره کولو لپاره یواړخیزې پریکړې غوره نه کړي.

هغه زیاته کړه چې بغداد به د ۲۰۱۸ کال په دسمبر میاشت کښې د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان (اوپيک) د غړو او د روسیې په مشرۍ د غیر اوپیک غړو ترمینځ د تولید د اندازې په لړ کښې د شویو موافقو پوره پوره احترام وکړي.