د عراقي ځواکونو په عملیاتو کښې ۱۳ داعشي ترهګر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82003-د_عراقي_ځواکونو_په_عملیاتو_کښې_۱۳_داعشي_ترهګر_هلاک_شول
عراقي سرچینو ویلي د الجزیره او صلاح الدین په نامو دوو عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې دیارلس ځانمرګي ترهګر هلاک شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 07, 2019 12:10 Asia/Kabul
  • د عراقي ځواکونو په عملیاتو کښې ۱۳ داعشي ترهګر هلاک شول

عراقي سرچینو ویلي د الجزیره او صلاح الدین په نامو دوو عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې دیارلس ځانمرګي ترهګر هلاک شوي دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د الجزیره عملیاتو امنیتي ځواکونو وویل چې په دغو عملیاتو کښې عراقي ځواکونه له دریو سیمو وتوانیدل د داعش ډلې هغه ۱۷ پټنځي چې ځانمرګي جیکټونه، یوشمیر بمونه، اووه ګاډي او لس موټرسایکلونو په کښې موجود وو، وچاودوي.

د عراق امنیتي ځواکونو په صلاح الدین نومې عملیاتو کښې هم د پوځ د جنګي الوتکو په مرستې سره د تکریت لویدیځه سیمه له ترهګرو پاکه کړه او د ترهګرو ۱۱ د ځانمرګو بریدونو جیکټونو او ۱۶ بمونه او یوشمیر توغندي او ارتباطي تجهیزات یې له مینځه یوړل.

عراقي ځواکونو له بلې خوا د نینوا ولایت په موصل ښار کښې د پاتې داعشیانو خلاف یولړ نوي عملیات پلان کړل او د دغې ډلې یو ترهګر یې ژوندی نیولی دی.