د عربستان عسکرو اته بې ګناه ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82111-د_عربستان_عسکرو_اته_بې_ګناه_ښاریز_ووژل
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په ختیځ کښې په قطیف سیمه کښې د حکومتی عسکرو په بې دلیله ډزو کښې تراوسه اته(۸) کسان وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2019 10:55 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مالي مرستونکی کونکی دیکتاتور رژیم دی .
    سعودي عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مالي مرستونکی کونکی دیکتاتور رژیم دی .

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په ختیځ کښې په قطیف سیمه کښې د حکومتی عسکرو په بې دلیله ډزو کښې تراوسه اته(۸) کسان وژل شوی دی .

ویل کیږی چې دسعودی عربستان پوځیانو  په قطیف سیمه کښې یوه (۱)ودانۍ کلابند کړه او هلته یې په موجودو خلکو ډزې وکړې او اته(۸) بې ګناه ښاریز یې ووژل .

د سعودی عربستان ال سعود دیکتاتور رژیم څو کاله کیږی چې د قطیف او دمام سیمو دخلکو پرضد حملو او اقداماتو ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې ډیر کسان وژل شوی هم دی .

امریکا ،انګلستان او ځینې نور عرب هیوادونو د سعودی عربستان له حکومت سره دخلکو په ځپلو کښې مرسته کوی .

سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرستونکی کونکی دیکتاتور رژیم دی .