د سوریې پوځیانو ۳۵۰ ترهګر هلاک شوی
-
ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکزونه دي .
زمونږخبریال وایی د سوریې په لویدیځ کښې په حمیمیم(Khmeimim Air Base) هوایی اډې کښې د روسیې د غږملتیا مرکز په تیرو څلورو(۴) ورځو کښې په ادلب ولایت کښې د تاوتریخوالی د کمولو په سیمه کښې د درې سوه پنځوسو (۳۵۰) ټروریسټانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
په سوریې کښې د روسیې د غږملتیا مرکز مشر ویکتور کوپچیشین (Victor Kopchishin )وویل د می له یویشتمې(۲۱) څخه تراوسه دسوریې دعسکرو په لاس کابو درې سوه پنځوس(۳۵۰) ترهګر وژل شوی او دهغوې پینځه(۵) ټانکونه، جنګی زغرګاډی او په درنو وسلو سمبال اوه ویشت(۲۷) ګاډی او د توغندیو د توغولو مرکزونه مهم ویجاړ شوی دی.
غیر قانونی وسله والو ډلوخپل پوځی تجهیزات د حما ولایت په خوا کښې کفر نبوده(Kafr Nabudah) سیمې ته انتقال کړی دی .
دسوریې عسکرو څه موده مخکې د حماه ولایت د شمال او دشمال لویدیځ سیمو د ازادولو لپاره عملیات پیل کړی او پکښې بریالی شوی څو ښارګی او ستراتیژیکې لوړې له ترهګرو ازادې کړی .
ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخری مرکزونه دی .