د بحرین غونډه د فلسطین له ملت سره خیانت دی
د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت هغه نوی پلان دی،چې پکې د فلسطین د ولس د حقوقو په له مینځه وړلو پسې ده.دغه پلان د صهیونیسټی رژیم په ملګرتیا او دځینو مرتجعو عربو هیوادونو په موافقې سره برابر شوی دی .
د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دسیاسی شورا مشر سید ابراهیم امین السید په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، امریکا دپیړۍ دمعاملې دپلان په چوکاټ کې دبحرین دغونډې په مطرح کولو سره د فلسطین د ملت دموجودیّت پر حق او دهغو پر سیاسی حقوقو سترګې پټې کړی دی .
ایراهمیم امین دبحرین داقتصادی غونډې په ترسره کولو کې دامریکا د اقدام موخه، دسیمې د اصلی ایجنډا بدلول دفلسطین اسرائیلو د موضوع د حل لپار ددغه هیواد دحل لارې په ځای د لرلید تپل بللی او زیاته ئې کړې ده . فلسطینیانو ته د بې وځلو د هغې ډ لې په توګه د امریکا نظر،چې مشکل ئې په دغې غونډې کې حل کیږی د منلو وړ نه دی .
دفلسطین مبارزو ډلو هم ټینګار کړی دی ، دپیړۍ د معاملې انجام ناکامی او د اسرائیلو انجام هم نابودی ده .
دبحرین غونډه چې د پیړۍ دمعاملې داجرا لومړنۍ مرحله ده ، ټاکل شوې نن اوسبا په منامې کې جوړه شی . د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت هغه نوی پلان دی ، چې پکې د فلسطین د ولس د حقوقو په له مینځه وړلو پسې ده . دغه پلان دصهیونیسټی رژیم په ملګرتیا او دځینو مرتجعو عربو هیوادونو په موافقې سره برابر شوی دی .
له دې سره په یووخت د بحرین د الوفاق اسلامی غورځنګ مرستیال عمومی منشی شیخ حسین الدیهی هم د منامې د غونډې په محکومولو سره دا غونډه د فلسطین په ملت دخنجر ګوزار بللی او زیاته ئې کړې ده ، د پیړۍ معاملې امریکایی صهیونیسټی پلان به د تاریخ دګند ټوکرۍ ته واچول شی.