دپیړۍ معاملې ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83028-دپیړۍ_معاملې_ماته_خوړلې_ده
د یمن دعالمانو ټولنې هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی د بحرین دمنامې په ناستې کې ګډون له اسلامی اوانسانی ارزښتونو سره ستر خیانت دی . دوی همدرااز دنړۍ له درستو آزادی غواړو غوښتی دی ، د فلسطین دمظلوم ولس دمظلومیّت او دهغوی د آئیډیاؤ نړۍ ته د ښودلو لپاره دې لاس په کار شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 27, 2019 00:57 Asia/Kabul
  • دپیړۍ معاملې ماته خوړلې ده

د یمن دعالمانو ټولنې هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی د بحرین دمنامې په ناستې کې ګډون له اسلامی اوانسانی ارزښتونو سره ستر خیانت دی . دوی همدرااز دنړۍ له درستو آزادی غواړو غوښتی دی ، د فلسطین دمظلوم ولس دمظلومیّت او دهغوی د آئیډیاؤ نړۍ ته د ښودلو لپاره دې لاس په کار شی .

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  د بحرین په منامې کې  د فلسطین په باب د روانې غونډې او هغه څه په باب چې  دنیواکګرو صهونیسټانو او فلسطنیانو ترمینځ دسازباز  دپلان  اقتصادی  اړخ پّ توګه  یادیږی ،  په یوې مقالې کې  لیکلی دی ،  د فلسطینیانو لپاره  د  امریکا د ولسمشر ټرمپ  دزوم اوسلاکار  جراډ کوشنر  اقتصادی پلان د مخکینیو  پلانونو په څیر ا و ماته خوړلی پلان دی .

 په دغې مقالې کې راغلی دی ،  کارپیژاند باؤری دی ، ددغه پلان مولفې   د  هغو پلانونو په څیر دی ، چې  په نهایت کې ئې ماته خوړلې ده .

 همداراز د یمن  دعالمانو ټولنې هم  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  اعلان کړی د  بحرین دمنامې  په ناستې کې  ګډون   له اسلامی  اوانسانی  ارزښتونو سره ستر خیانت دی . دوی همدرااز دنړۍ له درستو آزادی غواړو غوښتی دی ،  د فلسطین دمظلوم ولس  دمظلومیّت  او دهغوی د آئیډیاؤ نړۍ ته د ښودلو لپاره دې لاس په کار شی .

 د منامې ناسته  پرون   د فلسطین  په ټاټوبی کې داقتصادی پروژو  دپیلولو او بهرنیو پانګو د جذبولو په تش په نامه شعار سره پیل شوی  چې وئیل کیږی ،  دامریکا په شنې اشارې سره پکې عربستان او متحده عربی اماراتو اوبحرین  دفلسطین  د مظلوم  ولس پر حقه حقوقو په سترګو پټولو سره  وحشی صهیونیسټی رژیم ته  رواوالی په ورکولو پسې دی .