کویت به له صهونیسټی رژیم سره اړیکې عادی نه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83072-کویت_به_له_صهونیسټی_رژیم_سره_اړیکې_عادی_نه_کړی
خالد الجار ا.... وئیلی دی د بحرین په ناستې کې د کویت نه شتون،د فلسطین د ولس او دهغوی د آئیډئیل په باب د ددغه هیواد له اصولی دریځ سره دغږملتیا لپاره او دغه راز د کویت د پارلیمان غوښتنې ته په ځواب کې چې په دغه کنفرانس کې ئې د نه ګډون غوښتنه کړې وه، ترسره شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 29, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • کویت به له صهونیسټی رژیم سره اړیکې عادی نه کړی

خالد الجار ا.... وئیلی دی د بحرین په ناستې کې د کویت نه شتون،د فلسطین د ولس او دهغوی د آئیډئیل په باب د ددغه هیواد له اصولی دریځ سره دغږملتیا لپاره او دغه راز د کویت د پارلیمان غوښتنې ته په ځواب کې چې په دغه کنفرانس کې ئې د نه ګډون غوښتنه کړې وه، ترسره شوی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ و  کویت مرستیال خارجه وزیر  خالد الجار ا...   د فلسطین د ملت په ضد  دپیړۍ د معاملې  د امریکائی صهونیسټی  پلان د اجرا لپاهر د بحرین د منامې  د اقتصادی غونډې په غبرګون کې بیګا دیوې اعلامیې په صادرولو سره  وئیلی تر څو چې د فلسطین د ملت  درست اساسی حقوقو  پوره شوی نه وی ، کویت به  له صهیونیسټی رژیم سره   هیڅ ډول اړیکې عادی نه کړی . ځکه د فلسطین  د موضوع په باب  د کویت یو اصول  له صهونیسټی رژیم سره داړیکو عادی نه کول  دی .

 خالد الجار ا.... وئیلی دی   دبحرین په ناستې کې د کویت نه شتون ،  دفلسطین د ولس  او دهغوی د آئیډئیل   په باب د ددغه  هیواد  له اصولی دریځ سره  دغږملتیا لپاره  او  دغه راز د کویت د پارلیمان  غوښتنې ته په ځواب کې چې  په دغه کنفرانس کې ئې د نه ګډون  غوښتنه کړې وه ،ترسره شوی دی .

داپه داسې حال کې دی چې  دیمن د پلازمینې صنعاپشمول په بیلابیلو سیمو کې  په لسګونو زره یمن والو  د یمن  دولس په ضد د آل سعود رژیم دجنایتونو اوهمداراز د فلسیطینیانو په ضد د پیړۍ د معاملې  د امریکائی پلان  داجرا په ضد  په سترو مظاهرو جوړولو سره دغه سپیرۀ ا قدامات په سخته محکوم کړی دی .

 راپورښئ ، پرون له جمعې لمانځه وروسته  په بیلابیلو ښارونو کې په لسګونو زره  خلکو د نړیوال استکبار  په محکومیّت کې  په شعارونو ورکولو سره  دامریکا او صهونیسټ رژیم پشول  دنړیوالو مستکبرانو په وړاندې  د مبارزې اومقاومت په ضرورت ټینګار کړی دی .