د عربستان آبها هوائی ډګر بیاد یمن د ډرون الوتکوښکارشوی
په دغو عملیاتو کې چې د قاصف دوه ډ وله ځای ډرون الوتکو څخه په استفادې سره اجرا شوی ، په آبها هوائی ډګر کې د عربستان دجنګی الوتکو ګراجونو ته درنده تاوانونه اوښتی او وئیل کیږی، چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم ا ړولی دی . دغه حمله دومره سخته وه چې د آبها هوائی ډګر درست الوتونه لغوه شوی دی .
د یمن المسیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، د یمن دپوځ او مبارزو ولسی کمیټیو د ډرون الوتکو یونټ یو ځل بیا دعربستان په جنوب کې په آبها هوائی ډګر توغندی ویشتی . په دغې حملې کې دعربستان د جنګی الوتکو د ساتلو ګراجونه په شیشت کې راوستی دی .
په دغه راپور کې وئیل شوی ، په دغو عملیاتو کې چې د قاصف دوه ډ وله ځای ډرون الوتکو څخه په استفادې سره اجرا شوی ، په آبها هوائی ډګر کې د عربستان دجنګی الوتکو ګراجونو ته درنده تاوانونه اوښتی او وئیل کیږی، چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم ا ړولی دی . دغه حمله دومره سخته وه چې د آبها هوائی ډګر درست الوتونه لغوه شوی دی .
په وروستیو څو اونیو کې دعربستان دجنوبی ښارونو پوځی مرکزونه د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرون یونټ دپراخو حملو ښکار شوی دی ، په دې توګه چې د په عربستان کې دیره د امریکا پیټریاټ توغندیو هم دهغو مخه ونه نیول شوه .
دغه دفاعی حملې په دې پسې ترسره کیږی ، چې دیمن چارواکو تیریګرو ته په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ، دیمن پوځ او ولسی کمیټې په غچ اخستونکو اقداماتو او په دغه هیواد د عربی ائیتلاف د حملو په ځواب کې به د عربستان دپوځی هوائی ډ ګرونو او تاسیسات او مرکزونو په نښه کولو ته دوام ورکړی .