د صهیونیسټي رژيم په جیل کښې یو فلسطیني اسیر شهید شو
Jul 16, 2019 12:56 Asia/Kabul
د اسرائیلو په نیتسان نومې زندان کښې یو فلسطیني بندي نن په خپل انفرادي سلول کښې په شهادت ورسید.
د اسرائیلو په نیتسان نومې زندان کښې یو فلسطیني بندي نن په خپل انفرادي سلول کښې په شهادت ورسید.
د ماجد طقاطقه په نوم د بیت لحم د بیت فجار ښارګي اوسیدونکی فلسطینی چې تیره میاشت صهیونیسټانو نیولی او زنداني کړی و، د جیل په انفرادي سلول کښې شهید شوی دی.
د صهیونیسټي رژیم د زندانانو ادارې سره له دې چې دغه فلسطیني اسیر ناروغه و او درملنې ته یې اړتیا لرله، هغه ته د طبي خدماتو له ورکړې ډډه کوله.
ټیګونه