د یمن پرضد د سعودی ایتلاف جنایتونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83556-د_یمن_پرضد_د_سعودی_ایتلاف_جنایتونه
د یمن پرضد د سعودی ایتلاف د جنګ ۵۲ میاشته په ختمیدو ده . سعودی ایتلاف د یمن پرضد په جنګ کی داسې ډیر جنایتونه کړی چی د ضرورت ، تناسب او تفکیک د اصولو چی د نړیوالو حقوقو درې مهم اصلونه دی ، خلاف دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2019 08:40 Asia/Kabul
  • د یمن پرضد د سعودی ایتلاف جنایتونه

د یمن پرضد د سعودی ایتلاف د جنګ ۵۲ میاشته په ختمیدو ده . سعودی ایتلاف د یمن پرضد په جنګ کی داسې ډیر جنایتونه کړی چی د ضرورت ، تناسب او تفکیک د اصولو چی د نړیوالو حقوقو درې مهم اصلونه دی ، خلاف دی .

د سعودی ایتلاف جنایتونه او د ضرورت د اصل خلاف ورزی

 

د ۱۹۷۷ له الحاقی پروټوکولونو د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د رسمی تفسیر په اساس پوځی ضرورت د هغو اقداماتو د ترسره کولو د ضرورت په معنا ده چی د اساسی پوځی هدف ته د رسیدا لپاره ترسره کیږی او دا له هغو اقداماتو دی چی د جنګی عرف او حقوقو په اساس  قانونی او روا بلل کیږی . په جنګ کی هر ښکیل لوری یوازې هغه اندازه زور کارولې شی چی د دښمن د ماتې لپاره ضروری وی . جنګی اقدامات تر دې ځایه مجاز دی چی د پوځی هدفونو په لور حمله وشوی ، د غیر ضروری کړاو سبب نشی  او پکې د خیانت او دوکې انګیزه نه وی . دا له زوره د غیر ضروری استفادې د خنډ اصل دی .

خو هغه جنایتونه چی سعودی ایتلاف په تیرو ۵۲ میاشتو کې کړی دی ، د نړیوالو حقوقو د دغه مهم اصل ښکاره او جوته خلاف ورزی حسابیږی . د ملګرو ملتو د راپور په اساس د یمن له ۲۴ میلیونی نفوسو اتیا فیصده د سعودی د جنګ له امله  بشری دوستانه مرستو ته اړتیا لری . په عین حال کی د ماشومانو د ژغومرنې د نړیوال صندوق د راپور په اساس  د یمن له نفوسو ۴۶ فیصده د جنګ د پایلو له امله پاکو اوبو ته لاس رسی نلری او تقریبا ټولې خوراکی سرچینې لکه بازارونه ، کرهڼې او خوراکی  واردات په تیرو څلور کلونو کی بمبار شوی دی . د ملګرو ملتو د سرمنشی د ویندوی مرستیال فرحاق حق  د ۲۰۱۹ میلاد یکال د جولایی په اتمه  له یمن په یوه راپور کی وویل د یمن نیم میلیون کسان د ۲۰۱۹ میلادی په لومړیو شپږو میاشتو کی  په وبا ناروغۍ اخته شوی دی چی پکې ۲۰۳ زره یمنی ماشومان دی چی له ۱۵ کلونو کم عمر لری . د فرحان حق په وینا د روان کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې په یمن کی د وبا له امله ۷۰۵ ماشومان وژل شوی دی ، دا په داسې حال  کی دی چی په تیر میلادی کال کی ټولې مړینې  کابو ۷۵ تنه وی . دغه غمیزناکی شمیرنې د دې پوښتنې سبب کیږی چی عربستان دکوم ضرورت په اساس په یمن کی دغه انسانی جنایتونه چی په نړۍ کې په وروستیو لسیزو کی تر ټولو ستر جنایت دی ، مرتکب شوی دی ؟

««««««««««««««««««

د سعودی ایتلاف جنایتونه او د تناسب داصل خلاف ورزی

 

د تناسب د قاعدې مطلب له پوځی ضرورتونو سره د یوې حملې له امله عملی امتیازاتو برابرول دی . دغه قاعده د دغه مسلم اصل په اساس ده چی حمله باید د وګړیو او د ملکیانو شتمنیو ته د تاوان رسیدا سبب نشی . د لومړنی پروټوکول د ۵۷ مادې د ب بند په اساس پوځی قوماندانان ژمن دی چی په هغو هدفونو چی احتمال ورکول کیږی د ملکیانو د وژلې ، ژوبیلیدا یا د هغو د شتمنیو د له مینځه تلو سبب کیږی ، ډډه وکړی .

هغه څه چی عربستان په تیرو ۵۲ میاشتو کی د یمن پرضد په جنګ کی کړی دی ، د یمنی ملکیانو په نښه کول وو . د دغه جنګ په هکله د خپرو شویو نړیوالو شمیرنو ته کتنه د سعودی ایتلاف په لاس د تناسب د مهم اصل د خلاف ورزۍ ښودنه کوی .

د یونیسف د تازه راپور په اساس چی د ۲۰۱۹ میلادی په جون میاشت کی خپور شو ،  په هرو دو ساعتونو  کی  یوه میرمنه او شپږ یمنی ماشومان  خپل ژوند له لاسه ورکوی . له هرو لسو ماشومانو یوازې درې ماشومان روغتیایی څارنو ته لاس رسی لری . له هرو ۳۷ تازه زیږیدلیو ماشومانو یو ماشوم  د خپلې زیږیدا په لومړۍ میاشت وژل کیږی . د یمن په اتلس فیصده سیمو کی هیڅ ډاکټر نشته دې چی یا زیاتره ډاکټران د جنګ له امله له یمن بهر وتلی دی او یا د ناامنۍ او ځلان له ویرې روغتونو نو یا درملیزو مرکزونو  ته نه ورځی . همداراز  یو میلیون ۷۱ زره یمنی ماشومان په خپل هیواد دننه کډوال شوی دی او ۳۶۰ زره ماشومان چی له ۵ کلونو کم عمرونه لری ، له ناوړه خوړو سره مخامخ دی .

««««««««««««««««««««««

د سعود ی ایتلاف جنایتونه او د تفکیک د اصل خلاف ورزی

د نړیوالو بشری حقوقو یو بل اساسی اصل د تفکیک اصل دی چی د هغه په اساس ملکیان په جنګ کی د نه ګډون په دلیل د نړیوالو حقوقو د ملاتړ وړ دی او باید د دښمن له عملیاتو بهر وی . همداراز د تفکیک اصل حکومتونه ژمنوی چی د پوخی  او پوځی هدفونو او همداراز ملکیانو او غیر نظامی هدفونو ترمینځ  توپیر ته قایل شی  او یوازې په پوځی هدفونو حملې وکړی . دا هغه اصل دی چی په رسمیت پیژندل شوی دی .

خو سعودی ایتلاف په تیرو ۵۲ میاشتو کی د دې په ترڅ کی چی ملکیان یې له پوځیانو تفکیک نکړل بلکې د روغتیایی مرکزونو ، ښونځیو ؤ، بیخ بینایی تاسیساتو ، کورونو په شمول په غیر نظامی هدفونو په عمدی ډول حملې کړی دی ، په دې ډول چی دی یمن څه د پاسه ۸۰ فیصده بیخ بینایی تاسیسات له مینځه لاړ دی او د یمن په بیلا بیلو سیمو کی ۱۸۰۰ ښونځی نور د استفادې وړ ندی . د پراختیا او حقوقو د قانونی مرکز د راپور په اساس د یمن پر ضد د سعودی ایتلاف دجنګ د څلورم کال په پاې کې  ۱۵ هوایی ډګرونه ، دوه زره شپږ سوه  یو شپیته لارې او پلونه ، ۱۸۲۴ حکومتی اورګانونه  ، ۱۴ بندرونه ، ۱۹۳ د برښنا مرکزونه  ، ۴۳۴ ارتباطی شبکې ، ۳۴۱ روغتونونه او درملیز مرکزونه   ، ۹۴۵ جوماتونه  او په تیره بیا ۴۲۴ زره او ۶۵۴ د یمن د خلکو کورونه د سعودی ایتلاف د جنګی الوتکو د بمباریو  له امله ویجاړ شوی  یا تاوانی شوی دی  . د دغه جنګ له امله د یمن له نیمو زیات روغتیایی مرکزونه تړل شوی او یا محدود فعالیتونه لری .

««««««««««««««««««««««««««««

نړیوال نظام ، ادارې او مسول نړیوال اورګانونه باید دغه ټکی ته جدی پام وکړی چی د عربستان په مشرۍ د یمن ضد ایتلاف جنایتونه د درستو نړیوالو بندیزونو د خلاف ورزۍ له امله دی . دجنګ دځینو اوزارونو د کارولو بندیز د بشردوستانه نړیوالو حقوقو د څلور اساسی قاعدو په اساس ولاړ دی  ، لکه د جنګی اوزارونو په کارندوالی کی د حکومتونو د اختیار محدودیت ، له حده زیات تاوان رسونکیواو د غیر ضروری درد یا کړوا جنګی اوزارونو د استفادې محدودیت ، ژواک چاپیریال ته د پراخ او اوږد مهاله او سخت تاوان رسونکیو جنګی اوزارونو د استفادې بندیز او د تفکیک د قدرت له نه درلودونکیو جنګی اوزارونو د استفادې بندیز

««««««««««««««««««««««««««

له بده مرغه نن سبا  او له دې سره سره چی د عربستان په مشرۍ د یمن ضد ایتلاف د نړیوالو حقوقو د ښکاره اصولو چی رعایتول یې په هر جمګ کی ضروری دی ، خلاف ورزی کړی  او د ملګرو ملتو د سرمنشی انتونیو ګوترش  په وینا په نړیوال نظم کې د وروستیو لسیزو تر ټولو ستره انسانی غمیزه راپنځولی ده ، خو هیڅ مسول نړیوال اورګان په تیره بیا ملګرو ملتو او د جرمونو نړیوالې محاکمې د پام وړ اقدام اوحتی د دغو جنایتونو په اړه  خپلواکه پلټنې هم ندی ترسره کړی . د اسلامی هیوادونو  او ځینو لویدیځو هیوادونو کې په شمول په ډیرو هیوادونو کی عمومی افکار په یمن کی د بشری حقوقو د ستر جنایت رامینځته کونکیو د اصلی عاملانو د محاکمې غوښتونکی دی ، خو د عربستان له ولیعهد بن سلمان د امریکا ښکاره ملاتړچی د یمن پر ضد په جنګ کی اصلی رول لری ، په دې هکله د هر ډول نړیوال اقدام خنډ دی . د یمن پر ضد د سعودی ایتلاف د جنګ په وړاندی د  لویدیځو قدرتونو په تیره بیا د امریکا کړچار هغه بله ښکاره بیلګه ده چی بشری حقوق د دغو قدرتونو د ګټو قربانی شوی دی .