د یمن بې پایلوټه الوتکو په عربستان برید وکړ
-
د یمن پوځ او ولسي کمیټیو نن هم په قاصف دوه کی (Qasef-2K)بې پایلوټه الوتکې سره د باچا خالد په هوايي اډې برید وکړ .
زمونږخبریال وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې د باچا خالد په هوایی اډې د ولسی کمیټیو او دپوځ د بې پایلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړ .
هغه وویل د یمن دپوځ او د ولسی کمیټیو قاصف دوه کی(Qasef-2K) بې پایلوټه الوتکو په دقت سره د عربستان په عسیر ولایت کښې په خمیس مشیط سیمه کښې د باچا خالد په هوایی اډې کښې په ریډارونو او پوځی مرکزونو بریدونه وکړل .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو نن هم په قاصف دوه کی (Qasef-2K)بې پایلوټه الوتکې سره د باچا خالد په هوایی اډې برید وکړ .
د یمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام تیره اونۍ د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف ته په خبرداری سره ویلی وو د یمن د عسکرو توغندوی او دبې پایلوټه الوتکو حملې به د عربستان دائتلاف د تیریواو د کلابندۍ دختمیدا په بڼه کښې پاې ته ورسیږی .