د یمن بې پایلوټه الوتکو په عربستان برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83584-د_یمن_بې_پایلوټه_الوتکو_په_عربستان_برید_وکړ
زمونږخبریال وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې د باچا خالد په هوایی اډې د ولسی کمیټیو او دپوځ د بې پایلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2019 10:05 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ او ولسي کمیټیو نن هم په قاصف دوه کی (Qasef-2K)بې پایلوټه الوتکې سره د باچا خالد په هوايي اډې برید وکړ .
    د یمن پوځ او ولسي کمیټیو نن هم په قاصف دوه کی (Qasef-2K)بې پایلوټه الوتکې سره د باچا خالد په هوايي اډې برید وکړ .

زمونږخبریال وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې د باچا خالد په هوایی اډې د ولسی کمیټیو او دپوځ د بې پایلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړ .

هغه وویل د یمن دپوځ او د ولسی کمیټیو قاصف دوه کی(Qasef-2K) بې پایلوټه الوتکو په دقت سره د عربستان په عسیر ولایت کښې په خمیس مشیط سیمه کښې د  باچا خالد په هوایی اډې  کښې په ریډارونو او پوځی مرکزونو بریدونه وکړل .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو نن هم په قاصف دوه کی (Qasef-2K)بې پایلوټه الوتکې سره د باچا خالد په هوایی اډې برید وکړ .

د یمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام تیره اونۍ د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف ته په خبرداری سره ویلی وو د یمن د عسکرو توغندوی او دبې پایلوټه الوتکو حملې به د عربستان دائتلاف د تیریواو د کلابندۍ دختمیدا په بڼه کښې پاې ته ورسیږی .