دیمن عسکرو د عربستان پوځیان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83917-دیمن_عسکرو_د_عربستان_پوځیان_وژلی_دی
زمونږخبریال وایی دیمن عسکرو د سعودی عربستان اته (۸) پوځیان ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 01:15 Asia/Kabul
  • دیمن عسکرو دغه راز بیګا دسعودي عربستان په جنوب کښې په ابها هوايی ډګر د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل .
    دیمن عسکرو دغه راز بیګا دسعودي عربستان په جنوب کښې په ابها هوايی ډګر د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل .

زمونږخبریال وایی دیمن عسکرو د سعودی عربستان اته (۸) پوځیان ووژل .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په شمال لویدیځ کښې په سرحدی ولایت حجه کښې د سعودی عربستان په پوځیانو برید سره اته (۸) پوځیان ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .

د سعودی عربستان په جنوب کښې په« جبل قیس »سیمه کښې هم د سعودی ګوډاګیانو د تیریدا په لاره کښې په بم چاودنه کښې یوشمیر پوځیان مړه او ژوبل شول .

دیمن عسکرو پرون په خپله خاوره کښې د جبل مبعوثه سیمې په لور د سعودی عربستان د ګوډاګیانو د پرمختګ مخه ونیوله او له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول .

دیمن عسکرو دغه راز د سعودی عربستان په عسیر ولایت کښې په« مجازه »سیمې او «علب» سرحدی لارې ته نږدې دعربستان د عسکرو په مرکز د زلزال یو ډوله ددریو (۳) توغندیو بریدونه وکړل .

دیمن عسکرو دغه راز بیګا دسعودی عربستان په جنوب کښې په ابها هوایی ډګر د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې له کبله یې یوشمیرتاوانونه رسیدلی دی .