د یمن پوځ د امریکا جوړه بې پایلوټه الوتکه وغورځوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84125-د_یمن_پوځ_د_امریکا_جوړه_بې_پایلوټه_الوتکه_وغورځوله
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن ولسی کمیټو او د پوځ دافع هوا نن سهار وختی په ذمار ولایت کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته د اړونده ایم کیو ناین ( MQ-9) په نامه د امریکا د جوړې پرمختللی بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2019 02:06 Asia/Kabul
  •  په یمن پوځي تیري به د تیریګرو هیوادونو لپاره هیڅ امنیت رامینځته نکړي .
    په یمن پوځي تیري به د تیریګرو هیوادونو لپاره هیڅ امنیت رامینځته نکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د یمن ولسی کمیټو او د پوځ دافع هوا نن سهار وختی په ذمار ولایت کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته د اړونده ایم کیو ناین ( MQ-9) په نامه د امریکا د جوړې پرمختللی بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ .

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع وویل د ولسی کمیټیو او دپوځ دافع هوا نظام د امریکا دغه پرمختللی بې پایلوټه الوتکه په یوه(۱) ځایی توغندی سره نسکوره کړی ده .

هغه وویل په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې به د یمن دغه جوړ ځایی توغندی نندرې ته وړاندې شی .

دیمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام هم ټینګار وکړ د سعودی عربستان رژیم به دپوځی تیری د ختمولو په بڼه کښې خپل امنیت بیرته ترلاسه کړی .

هغه په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان رژیم د سیاسی بلوغت او د قدرت د نشتون په دلیل د خارجی هیوادونو دملاتړ په لټه کښې دی وویل په یمن پوځی تیری به د تیریګرو هیوادونو لپاره هیڅ امنیت رامینځته نکړی او هغوې یعنی متحده عربی امارات او عربستان به د ډیرو خطرناکو دسیسو په مقابل کښې ماتیدونکی وی .